
د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د نابرابرۍ له امله د چين په ځينو کليوالو سيمو کې د زده کړو شرايط خراب دي او د ښوونکو تحصيلي سويه ټيټه ده . ددې لپاره چې د ښاري زده کوونکو په شان کليوال زده کوونکي هم د غوره زده کړو له نعمت څخه برخمن وي ، د چين د بېلا بېلو ځايونو حکومتونو زيات کوششونه کړي او لايې کوی .
د جيانګ سو ولايت د جين تان ښار په وروستيو کلونو کې د کليوالو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو او ترميمولو او د تحصيلي وسايلو او تجهيزاتو د اخيستلو لپاره زياتې پيسې لګولي دي. خبريالانو د ان تو نومي په کلي کې دا معلومات تر لاسه کړي چې په تيرو دوو کلونو کې ددې کلي په تجربوي ښوونځي کې د ودانيو د ترميمولو او د تحصيلي سامان الاتو د اخيستلو لپاره اته مليون يوانه لګول شويدي چې له امله يې دغه ښوونځی په خپل ولايت کې له ډيرو غوره ښوونځيو څخه شميرل کېږي . د ښوونځي مشر هه شياو هي وويل زموږ د ښوونځی تحصيلي سويه کال په کال لوړيږي . د بېلګې په توګه تير کال د منځني ښوونځي دوهمې مرحلې ته د زده کوونکو د ورننوتلو انډول په سلو کې ٩٠ ته رسېدلی چې په سلو کې ٤٠ د غوره منځنيو ښوونځيو لخوا ومنل شول او دغه انډول له ښاري ښوونځيو سره برابر دی.
زده کوونکې وان يو لينګ چې د نهم ټولګي په پنځم کلاس کې زده کړی کوي، په دی هکله وويل اوس زموږ د ښوونځي په هره درسي کوټه کې د ايرکانديشن کمپيوتري تجهيزات نصب شويدي. دغه راز ښوونکي هم په خپلو کارونو کې ډير مسئولانه عمل کوي . زه به ژر له ښوونځي څخه فارغ شم او باور لرم چې د يوه غوره ولايتي ښوونځي لخوا ومنل شم . د جين تان کليوال ښوونځي پر لازمو تحصيلي وسايلو او سامان الاتو برسيره د ښاري ښوونځي له پرمختللي تدريسي نظريې او تيوري څخه ګټه اخلي . د مثال په توګه د دی ښار د باي تا په لومړي ښوونځي کې د زده کوونکو د شخصي عادت له مخې ډول ډول په زړه پورې درسونه مثلا د کاغذ کيچي درس پرانيستل شويدي .
د کليوالو ښوونځيو د چټک پرمختګ لپاره په جين تان ښار کې د ښاري او کليوالو ښوونکيو ترمنځ د تجربو تبادله پياوړی شوی ده، د بيلګې په توګه د ٢٠٠٧ کال له ژمی څخه د جين تان ښار ٥٠ تنه غوره ښاري ښوونځيو او ٥٠ تنه غوره کليوالو ښوونځيو ترمنځ تجربی تبادله شوی دي٠ د جين تان ښار د ښوونی اداری مشر لی دا وويل دوی پلان لری چې د ٤ کلونو په موده کې هر ښاري ځوان ښوونکی په کلی کې يو کال کار وکړي او کليوال ښوونکي هم د روزنی لپاره ښار ته ولېږل شي چې د ښار او کليو ترمنځ د ښوونکيو کيفيت توپير له منځه يووړل شي٠
د ښوونکيو د نابرابری کيفيت د ښاري او کليوالو ښوونځيو د نابرابری د پرمختګ يوه مهمه نښه ده٠ موږ له ښاري ښوونځيو څخه غوښتنه کوو
چې هر کال يو شمېر غوره ښوونکي په کليو کې کار وکړي چې د کليوالو ښوونيزه أبادی پياوړی شي٠
ښوونکې هه چون هوا له بای تا لومړنی ښوونځی څخه په نوموړی فعاليت کې ګډون کړی، د پلان سره سم به د نيم کال په موده کې د جين تان ښار په چانګ شنګ لومړنی ښوونځی کې د دريم ټولګي زده کوونکو ته د چيني ژبی درسونه ورکړي٠ دی وويل
دلته مې د ښوونی نوی ميتوډ تر لاسه کړ او زه به نوموړی مترقي ميتوډ کليو ته ورسوم چې کليوال ماشومان د ښاري ماشومان په شان تر مترقي ښوونی لاندی پرمختګ وکړي٠
د جيانګ سو د جين تان عمليات د چين د بېلا بېلو ځايونو د کليوالو ښوونی د پرمختګ يوه ښه بيلګه ده٠ په دی وروستيو کلونو کې د چين حکومت د کليوالو ښوونځيو د ښوونيزو شرايطو د ښه والی لپاره پانګی اچولی ، د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو د ښوونکيو روزنی يې پياوړی کړی ، د کليوالو ښوونکيو د کارولو ، زده کړو او ژوند بنسټيزو شرايط يې ښه کړی ، اخلاقي ښوونی ته په درنه سترګه ګوری او د کليوالو ښوونځيو د درسونو اصلاحات يې ژور کړی٠