د شين جيانګ د اويغوری قوم د مقام هنر د سندرو ، نڅاګانو او موسيقی يو ګډ هنری شکل دی . دغه راز د تورفان مقام د شين جيانګ د اويغوری قوم د مقام هنر يوه مهمه برخه ده چې په عمده توګه د تورفان سيمې د شان شان په ولسوالی او شاوخوا سيمو کې مروجه ده . د تورفان مقام هنر يوه ځانګړتيا لری چې عنعنوی سندرې ، نوی موسيقی او ډير محتويات په کې شامل دی . د پروګرام په نننی کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای د تورفان د شان شان ولسوالی د روکچين علاقه داری ته ولاړ شو چې دغه په زړه پوری هنر له نژدی څخه وګورو .
عيلی محمد په دغه سيمه کې د مقام يو هنرمند دی خو هغه له ماشومتوب څخه دغه هنر نه و زده کړی . پخوا دی په ميعاری ښوونځی کې يو ښوونکی و . له مقام سره د خپلې ژورې علاقې له امله دی په ١٩٩٧ کال کې په پوره توګه د مقام هنر په يو زده کوونکی بدل شو. ښاغلی عيلی محمد د زده کړې په ترڅ کې د پخوانيو هنرمندانو د نندارو کسټونه پيدا کړل او د دغو کسټونو له لارې يی زده کړه وکړه . په پنځو کلونو کې ښاغلی عيلی محمد د مقام ټول ډولونه زده کړل او په دې ساحه کې يی ډير شهرت وموند . په ٢٠٠٤ کال کې هغه په ځايی کلتوری مرکز کې شامل او له هغه وخت وروسته د مقام په يو هنرمند بدل شو . هغه وويل :
په کلتوری مرکز کې زما د ادا شرايط ډير ښه شوی دي نو زه هره ورځ د مقام تمرينونه کوم چې پخوا می زده کړي دی . اوس ما ټول مقام زده کړی دی .
د عيلی يو ٨٥ کلن همکار ښاغلی نياز کوور چې په ١٢ کلنۍ کې يی د نڅا زده کړه کړې له مقام سره ډيره علاقه لری او په دغه کار کې ٧٣ کلونه بوخت و .
هغه وويل :
زما روغتيا ښه ده . نڅا کول يو ډول سپورټ دی چې د بدنی حالت لپاره هم ښه دی .
د ښاغلی نياز د يادونې له مخې پخوا د مقام د زده کړې فرصت نه و . هنرمندانو يوازی د اويغوريانو د واده په مراسمو کې دغه نندارې وړاندې کولې . د شان شان ولسوالۍ يوازی څو کلونه مخکی د غيرمادی کلتوری اثارو د ساتنې پروژه پيل کړه او اوس هغو ١١ تنو هنرمندانو ته مياشتنی مرستندويه پيسې ورکوی چې د تورفان د مقام هنر د اخيستلو دنده پرغاړه لری .
په ١٩٩٩ کال کې ځايی حکومت د مقام د هنرمندانو لپاره د موسيقۍ سامان الاتو او د نندارې جامو د اخيستلو لپاره لس ګونه زره يوانه برابر کړل . په همدی کال کې يی د پنځوس زره يوانو په لګولو سره د تورفان د مقام په اړه لومړی کتاب او سی دي خپره کړه چې د اويغور او هان دوو ژبو ګڼې لری .
اوس د مقام هنرمندانو د نندارو ګټې د پخوانيو دوو يا دريو کلونو په پرتله يو نيم برابر زياتې شوې دي .
په شين جيانګ کې د مقام اخيستلو لومړی مرکز د تېر کال په اګست کې د شان شان ولسوالۍ په روکچين کې جوړ شو. د شمېرنې له مخې يوازی په ٢٠٠٧ کال کې څه دپاسه ٣٠٠٠ کورنیو او بهرنیو خبريالانو د مقام هنر په اړه د مرکو لپاره له دغه مرکز څخه ليدنه کړې ده . زيات شمير خلکو د ورځپاڼو ، راډيوګانو ، تېلويزيون او انترنټ له
لارې د دغه ځانګړی هنر په اړه معلومات ترلاسه کړي دي . اوس د مقام هنرمندانو په بېجينګ ، شانګ های او چينګ های کې نندارې وړاندی کوي . په ٢٠٠٠ کال کې د مقام زړو هنرمندانو په بريتانيا کې يوه ننداره وړاندی کړه او هلته يی د بريتانيا له ملکې سره هم وکتل .
ښاغلی عيلی اوس له هغو ځوانانو څخه چې مقام زده کوی غوښتنه هم وکړه چې پ دغه هنر ته په جدی او درنه سترګه وګوری او لازيات تمرينونه وکړي .
هغه خبريال ته وويل چې دی د مقام د يو هنرمند په توګه غواړی دغه هنر نسل په نسل پاتی شی او لازيات خلک دغه هنر ته پاملرنه وکړي چې د مقام هنر پرمختګ وکړي .