<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-03 20:26:39    
بېجينګ په فعاله توګه د شخصی تصديو د کارکوونکيو حقونه او ګټې ساتي

cri

په وروستيو کلونو کې په بېجينګ کې شخصی تصديو ګړندی پرمختګ کړی دی او شمېر يې په پر له پسی توګه زياتېږی. نو د دغو تصديو د کارکوونکيو د قانونی حقونو او ګټو ساتنه د حکومتی ارګانونو او ټولنيزو ډلو ګډه دنده ګرځېدلی ده. له دې امله د بېجينګ د کارګرانو عمومې ټولنې د ٢٠٠٧ کال په پيل کې د واټونو خدمتی مرکزونه جوړ کړی چې د شخصی تصديو کارکوونکيو ته د روزنې، کلتور او د تګلارو په اړه د مشورو په شمول خدمتونه برابر کړی چې د کارکوونکيو لخوا يې هر کلی شوی او منل شوی دی.

د بېجينګ پولي واټ يوه دغه شان سيمه ده چې ډېر پولي ارګانونه پکې دي. د ٢٠٠٧ کال د جون په لومړۍ نېټه د بېجينګ د کارګرانو ټولنې لومړی خدمتی مرکز په دغه سيمه کې جوړ شو. د يو سل او ديارلس پولي ارګانونو او دوه زره نورو تصديو سل زره تنه د دغه مرکز په خدمتی چوکاټ کې شامل شوي دي.

کله چې خبريال د پولي واټ د کارګرانو ټولنې خدمتی مرکز ته ورننوات، پر ديوال باندی يې يوه ليکنه وليدله چې پکې ليکل شوي وو د کارګرانو خدمت زموږ د ټولو کارونو بنسټ دی. د بېجينګ د کارګرانو عمومی ټولنې د مشر مرستيال ځنګ فان شين خبريال ته د دغه خدمتی مرکز د کارکوونکيو دنده وروپېژندله او و يې ويل خدمتی کارکوونکی په دغه سيمه کې کارګرانو ته د نظر، ژوند او توليدي حالاتو د پلټنې، د قانونی مرستی، د استخدام لارښوونې او د کلتوری روزنې په شمول بېلا بېل خدمتونه برابروي.

د دغه خدمتی مرکز په مرسته، د پولي واټ سيمې د کارګرانو ټولنې حياتي ځواک پياوړی شوی دی. د دوو مياشتو په اوږدو کې د کارګرانو يو سل او پنځه څلويښت نوی سازمانونه جوړ شوی او ديارلس زره نوی غړي يې منلي دی. د کارګرانو سازمانونو او تصديو تر منځ اړيکی هم ټينګی شوی، دواړو خواوو په ګډه د کارګرو لپاره د ساتېري رنګارنګ فعاليتونه ترتيب کړي دي.

د بېجينګ د موټر خدمت د يو محدود شرکت مشرې لي های لين وويل د پولي واټ د کاګرانو لپاره د دغه خدمتی مرکز له جوړېدو راهيسی په تصديو کې د مشرانو او کارکوونکيو تر منځ اړيکی ټينګی شوی او د کارکوونکيو رواني بڼه هم ښه شوی ده.

تر اوسه په بېجينګ کې د کارګرانو لپاره د دغه شان خدمتی مرکزونو شمېر يو سل او دوولسو ته رسيدلی دی. د بېجينګ د کارګرانو د عمومی ټولنې د مشر مرستيال ځنګ فان شين وويل د بېجينګ د کارګرانو عمومی ټولنې د دغو خدمتی مرکزونو له لارې کارګرانو ته خدمتی سيستم بشپړ کړی او د کارګرانو سازمانونو د خپرېدو اندازه هم پراخه شوی ده. په دې توګه د ټولنيزو توپيرونو د ليری کولو او د تصديو او کارکوونکيو تر منځ د شخړو د حل و فصل په برخو کې د کارګرانو ټولنې وړتياوې په بشپړه توګه کارول کېږی. دا د بېجينګ د هوسا ټولنې د ابادۍ لپاره يو ګټور کار دی.