د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م د نشه يې توکيو د قاچاق جرمونو په اړه دفتر کې د افغانستان استازې کريستينا وګوز د مارچ په پنځمه نېټه په کابل کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د نشه يې توکيو د قاچاق تر سره کوونکيو مجرمينو ته د ضربت کارونه پياوړی کړي.
نوموړې وويل د نوې شميرنې سره سم افغانستان په نړۍ کې لا هم د ترياک او هيرويين لومړی توليدونکی هېواد دی. د دغه هېواد حکومت هرومرو اړوند قوانين بشپړ وکړي او په مستقيمه او نامستقيمه توګه د نشه يې توکيو قاچاق په جرمونو کې ګډون کوونکيو ډلو يا شخصيتونو ته ټينګ ضربت وکړي.