محترامو اورېدونکو، ډېره خوشحاله يم چې يو ځل بيا د ملی لږکيو په پروګرام کې ستاسو په خدمت کې يم. د طبيعی شرايطو د خرابوالي له امله د چين په لوېديځ د تبت په خپلواکه سيمه کې يو شمېر کسان لا هم د بی وزلتوب په حال کې دي . د چين حکومت په وروستيو کلونو کې په پر له پسی توګه د تبت د خپلواکې سيمې له بی وزلو کسانو سره د مرستی کارونه پياوړی کړی. د بېلګې په توګه په ٢٠٠٦ کال کې حکومت په تبت کی د بزګرانو او مالدارانو لپاره د أرام ژوند په نامه پلان پيل کړ او له دوو کلونو راهيسی يې د دغه پلان د ترسره کولو لپاره اوه مليارډ يوانه پيسې لګولي دي چې د يو سل او شل زره کورنيو لپاره نوي کورونه جوړ شوی او نژدی شپږ لکه بزګرانو او مالدارانو ترې ګټی اخيستی دی. د تبت د خپلواکی سيمې د مرکز لا سا ښار د يانګ دا علاقه داری يو تبتی اوسيدونکی بين بحا يوه ښه بېلګه ده.
بين بحا په خپل نوی کور کې له خبريال سره مرکه وکړه او و يې ويل
په ٢٠٠٧ کال کې نوی کور جوړ شو. د خپلواکی سيمې حکومت په ٢٠٠٦کال کې د بزګرانو او مالدارانو د أرام او هوسا ژوند پلان په پلي کولو پيل وکړ ، زه هم د دغه پلان له نعمت څخه برخمن يم. ځايی حکومت ما ته د څلورويشت زره يوانو مرسته راکړه چې په دغو پيسو او زما په يو شمېر زېرمو مې دغه کور جوړ کړی دی.
بين بحا وويل د ځايی حکومت مرسته نه يوازی د کور جوړولو په برخه کی کارول کيده ، د وګړيو د ژوند د ښه والي لپاره ځايی حکومت هم په بېلا بېلو ساحو
کې ډېر
کوششونه کړي دي. هغه وويل
د ځايی حکومت ټولې ژمنې پوره شوي دي. د بېلګې په توګه، د أرام او هوسا ژوند پلان له مخې د کور جوړولو ، د بزګرانو او مالدارانو او د ټيټو عايداتو لرونکيو کورنيو سره نغدي مرسته ويشل شويدي . پر دې سربيره ځايی حکومت وګړيو ته د روزنې رنګارنګ کورسونه برابر کړي دي. فني کارکوونکو د کرنيزو توليداتو د کيفيت د لوړتيا لپاره موږ ته يو لړ علمي تکنولوژی مثلا د موټر ترميمولو په شمول تکنولوژۍ را زده کړی چې وزګار کليوال په دغو چارو لګيا وي .
د بين بحا ورور د ځايی حکومت د روزنې له تګلارې څخه ګټه اخيستی ده. هغه د روزنې له لارې يو شمېر تکنولوژۍ زده ده او اوس په بهر کی کار کوی او څه زيرمه هم لری.
څو ورځې مخکې د چين تر ټولو لوی اختر د پسرلی اختر تېر شو. بين بحا وويل د دغه علاقه داريو ټولو وګړيو په خپلو نويو کورونو کې د نوی کال هر کلی وکړ او احساسات يې له تېرو کلونو په پرتله ډېر خوشحاله وو. نه يوازی په نوی کور کې اوسيږی، بلکی د ځايی حکومت تر مرستې لاندی دوی پيسی لري چې د پسرلی اختر لپاره رنګارنګ خوراکونه او اړين توکي اخيستلای شي.
هغه وويل مخکې زموږ د ژوند سويه ټيټه وه، د پسرلی اختر په موده کې مو لکه عامو ورځو په شان ترب او کچالو خوړل . اوس حالت بدل شوی، ما ډېر خوراکونه اخيستی او په بخچال کې ايښودل شويدي . پر دې سربيره اوس په هر کور کې ټيلويزيون شته چې د پسرلی اختر د تېرولو لپاره زموږ خوښی زياته شوې او
کلتوري فعاليتونه مو رنګا رنګ شويدي.
د بين بحا پلار دور پوڅيرينګ له لس ګونو کلونو راهيسی د تبت بدلون ليدونکی دی. د خپل کور د بدلون په اړه هغه وويل
پخوا زموږ ټوله کورنی غړي په يو کوچنی کور کی اوسيدل چې پراخوالی يې حتی له شلو مربع مترو څخه هم کم و. اوس د کمونست ګوند د ښې تګلارې په رڼا کې موږ نوی کورونه جوړ کړيدي . زه اوه شپېته کلن سپين ږيری يم او ډېر خوښی او نيکمرغه يم چې په دغه لوی او پاک کور کی د خپل عمر پاتی وخت تيريږم .
د بين بحا کور نوی ژوند يوازی د تبت په خپلواکه سيمه کې د چين د بزګرانو او مالدارانو د أرام او هوسا ژوند د پلان ترسره کولو په بهير کې يوه بېلګه ده. د چين حکومت په ملاتړ به په راتلونکو دريو کلونو کې د تبت ځای حکومت هر کال د دغه پلان د ترسره کولو لپاره سل مليون يوانه بېل کړي چې د دغې سيمې د اتيا سلنو بزګرانو او مالدارانو لپاره نوی کورونه جوړ شی. پر دې سربيره له تبت سره د مرستندويه پيسو په رسيدو او د پروګرامونو په تر سره کولو سره به تر ٢٠١٠ کال پوری په تبت کی د بزګرانو او مالدارانو دېرش زره نورې کورنۍ په نويو کورونو کې ژوند وکړي .