<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-07 18:04:44    
د ښاپېريو وطن ( ١ )

cri
دويمه ورځ: دوشنبه، د نومبر ٢٧ مه ٢٠٠٦

سهار وختي په هوټل کې په محمدي (ص) اذان راويښ شوم. هېښ پېښ شوم چې دلته اذان ؟! دروازه مې چې بېرته کړه ، نو خپله د هوټل د داليزه په سپکير کې اذان کېده. د اذان په اورېدو مې پرونۍ هغه خوابدي له ذهن او فکر ووتله. تر اوداسه او لمانځه وروسته چې کله لاندې د هوټل لابي ته کښته شوم . هلته ډېر چينايان ولاړ وو، نارينه وو يې ږېرې درلودې او ښځينه وو يې ټيکري پر سر کړي وو. د هوټل مېلمه پالې راته وويل : دوی چيني مسلمانان دي، غواړي حج ته لاړ شي.

دلته په اورمچي کې چې په کوم هوټل کې اوسېږم د مسلمانانو هوټل او ډېری مېلمانه يې د چين هغه مسلمانان دي چې د حج ادا کولو لپاره دلته تم شوي. دوی په اويغوري ژبه خبرې کوي ، رسم الخط يې عربي ته ورته دی. د بازار په ټولو لوحو کې د چيني ژبې تر څنګ دغه رسم الخط هم ليدل کېږي. دا ستر هوټل دی او په لسګونو همدغه کسان د حج په نيت په هوټل کې لر و بر کېږي.

له دغو ږيرورو او ټيکري پر سر چينايي مسلمانانو سره په ژبه پوهېدم. ګنې د درنګ شېبې لپاره به مې تود بنډار ورسره کړی وای. په چين کې څه له پاسه ٤٠ زره جوماتونه او څه له پاسه زره ملا امامان شته چې د اسلام د سپېڅلي دين د ارکانو او فرايضو د پر ځای کولو لپاره د چيني مسلمانانو د لارښوونې لپاره هلې ځلې کوي. دوی په دعوت کې له تشدد څخه کار نه اخلي، بلکې په ٌ موعظه حسنه ٌ خلکو ته بلنه ورکوي.

په کوټه کې زړه تنګی شوی وم، لاندې لابي ته راکوز شوم . د باندې سخت ساړه وو، نو له همدغه ځايه مې له هېندارې د باندې ننداره کوله. دغه مهال د انتظار له څوکۍ سره په نژدې پرته پاڼه مې سترګې ولګېدې، ګومان کوم له کومې مجلې څخه پرې شوې وه، لا تر اوسه ورته د هوټل پاکوونکي پام نه وو شوی چې لرې يې کړي. پاڼه مې له ځانه سره راواخيسته. په دغه پاڼه په انګريزي ژبه ليکل شوي . د چين د ټولو ښارونو شمېره ٦٦٦ ته رسېږي. د دغو ښارونو له منځه ١١ داسې ښارونه دي چې له دوو مېليونو ډېر وګړي په کې ژوند کوي او٢٣ ښارونه يې داسې دي چې د يو او دوه مېليونو ترمنځ وګړي په کې اوسېږي. په چين کې د ښاروالانو شمېر ٣٧٥ دی. په چين کې پېنځه داسې ولايتونه دي چې د وګړيو شمېر يې له مېليونو څخه زيات دی . چين څلور داسې ښارونه لري چې د اوسېدونکيو شمېر يې له لسو مېليونو څخه ډېر دی . هغه ولايت هېنان دی چې تر ټولو زيات وګړي په کې ژوند کوي او شمېر يې ٥٦، ٩٢ مېليون وګړيو ته رسېږي.