دبهرنيان په چين کې د پروګرام عزتمندو اورېدونکيو زما خوشحال تايب نېکې هيلې اوسلامونه ومنئ،خدای وکړی چې د ژوند پر ټولو ناخوالو مو بری موندلی وی او د خوښۍ څخه د يو ښکلي ډک ژوند خاوندان واوسئ،نو په همدې هيله راځو د بهرنيان په چين کې د ننني پروګرام وړاندې کولو ته،هيله ده چې ستاسو د پام وړ وګرځي، درنو دوستانو راځئ چې په چين کې د خپل يو سفر په هکله تاسو ته لږ څه معلومات درکړم،څو ورځې وړاندې مې له خپل همکار امان الله عمران سره د چين د تاريخي ځايونو او ښارونو په هکله خبرې کولې،چې د خبرو په ترڅ کې مو مغولستان را ياد کړ،بايد ووايم چې کورنی يا داخلي مغولستان چې د چين يوه خپلواکه سيمه ده ،چې ډېر لرغونی تاريخ لري،نو هماغه مهال مو هوډ وکړ چې ددې تاريخي ښار لرغوني أثار له نږدې څخه وګورو،مخکې ما په بيجينګ کې يو ملګری درلود چې هغه هم د مغولستان اوسېدونکی و،او د خپلو ژمنيو رخصتيو له پاره خپل پلرني ټاټوبي ته تللی و،د بريښنا ليک له لارې مې اړيکې ورسره ونيولې او د خپل هوډ او تصميم په اړه مې ورته وويل،په ډېر خوښۍ سره يې زموږ د دغه تصميم هرکلی وکړ،او ويې ويل چې زموږ تر ورتګ پورې به هملته انتظار راته وکړي،ځکه چې د هغه رخصتۍ هم پای ته په رسېدو کې وې او بيرته خپل پوهنتون ته د زده کړو لپاره راګرځېده.
موږ هم داسې رخصتي نه درلوده چې د زيات وخت له پاره هلته ولاړ شو،ځکه همدا څه موده مخکې د پسرلني اختر لويه رخصتي تېره شوې وه،زه او عمران په دې سره سلا شولو چې د اونۍ په پای کې يواځې دوه ورځنۍ سفر وکړو،د خپلې څانګې له مشر سره مو خبره شريکه کړه،چې په ورين تندي يې راسره ومنله،کله چې زموږ ځينې نور بهرني همکاران زموږ له تصميم څخه خبر شول نو هغوی هم له زړه غوښتل چې راسره ولاړ شي،خو زموږ تګ په ډېرو لنډو ورځو کې و،او هغوی بايد له مخکې ورته تياري نيولې وای او وخت يې ټاکلی و،خو بيا هم طليعه چې د ايران هېواد او د فارسي څانګې کارکونکې ده ،سفر ته تېاره شوې وه،له سفر څخه يوه ورځ مخکې مو د راډيو په ودانۍ کې د اورګاډي ټکټونه واخيستل ،او نور ډاډه شولو چې سفر مو حتمي دی .
کله چې زموږ نور چيني همکارانو زموږ د سفر په هکله واورېدل نو هر يو پخپل وار لارښونې راته کولې،چا ويل چې د أس سورلۍ درڅخه هېره نشي،بل ويل چې خوندورې شېدې او مستې وخورئ،ځينو ويل چې د شګو توپان وګورئ ،د پسه کباب خوړل مو هېر نشي او دې ته ورته نورې خبرې .
د جمعې په ورځ ښاغلي عمران د سهار له خوا او ما د شپې له خوا کار کاوه،د جمعې تر لمانځه وروسته هغه مخامخ راډيو ته راغی او زه کور ته ولاړم ،چې د سفر لپاره خپل د اړتيا وړ توکي سره راواخلم،عمران هم خپل بکس ماته پرې ايښی و،او ما له ځان سره راډيو ته راوړ ،هغه ورځ ما خپل کار لږ څه وختي پاي ته ورساوه،او د ښاغلي عمران او طليعه سره يو ځای د اورګاډي اډې ته ولاړو،په بيجينګ د اورګاډي څو لويې اډې شته،چې له هر يو يې د ورځې په لسګونو زره کسان د خپلو موخو په لوري سفرونه کوي .
کله چې موږ د اورګاډي ته ورسېدو نو حرکت ته مو يواځې شاوخوا نيم ساعت پاتې و،هلته مو ځينې د اړيتا وړ توکي را ونيول او د اورګاډي په لور وخوځېدو،لکه مخکې مې چې درته وويل د اورګاډي له هرې اډې يا ستيشن څخه هره ورځ په لسګونو زره کسان نور ښارونو ته ځي،نو هغه وخت چې موږ هلته و ډېر اورګاډي د حرکت په حال کې ليدل کېدل او ډېرو نورو ته مساپر ورختل،لويه ګڼه ګوڼه وه.موږ هم د اورګاډي د يو کارکونکې په مرسته د داخلي مغولستان مرکز هوهه هات ته تلونکی اورګاډی وموند او پکې سپاره شولو،زموږ هر تن له پاره يو يو کټ موجود و،ځکه هغه واټن تر لسو ساعتونو په اوږده موده کې وهل کېده،په هره کوچنۍ کوټه کې دوه کټونه چې درې پوړيز دي موجود و،زموږ درې واړو ځايونه په جلا جلا توګه په دريمو پوړونو کې و.ريل يا اورګاډي پوره نهه بجې حرکت وکړ،موږ هم تر خپل منځ او هم له ځينو چينايانو سره خبرې وکړې ،تر هغه چې څراغونه مړه شول،موږ هم په خپلو کټونو کې ويده شولو،ريښتيا خبره چې چندانې خوب مو ونکړ،ځکه د اورګاډي د أواز تر څنګ يو شمېر کسان په خوب کې ډېر خرېدل .
سهار له لمر ختو سره سم د هوهات ښار څنډو ته ورسېدو،د اورګاډي له کړکۍ څخه مې بهر وکتل ځای ځای واورې پرتې وې ،خلکو پنډې جامې په تن درلودې،او هر څه د يخنۍ له کبله کنګل و،او نيمې بجې وې چې هوهه هات ته ورسيدو،کله چې له اورګاډي څخه ښکته شولو ملګري مې ټيليفون راته وکړ چې په بهرنۍ دروازې کې زموږ انتظار کوي،لږ شيبه وروسته موخپل ملګری جې دوه تنه نور هم ورسره و ، وليدل،تر تاوده روغبړ وروسته مو لمړی بېرته بيجينګ ته د راتګ ټکټونه واخيستل،او بيا د دوه ټکسي موټرونو په وسيلې د ښار په منځنۍ برخې کې د يو هوټل په لور وخوځېدو،چې خپل په لاس کې موجود توکي هلته کيږدو،کله چې د ښار له منځ څخه تېرېدو نو ښکلې او لوړې ودانۍ مو تر سترګو کېدې،چې په بيلابېلو بڼو جوړې شوې وې،سړکونه ډېر پراخ و،چې د سړک د غاړې ښکلو څراغونو يې ښکلا نوره هم زياته کړې وه .
ډېر ژر مو دوه خونې ونيولې،او تر لنډې دمې وروسته د سهارنۍ له پاره بهر راووتلو،مغلي ملګرو مو پوښتنه وکړه چې کوم ډول خوراکونه مو خوښيږي،او څه غواړئ چې وخورئ،موږ غوښتل چې څه ووايو ،خو هغوي ټول په يو أواز وويل داسلامي خوراکونو رستورانت ته ځو.
درنو اورېدونکيو زموږ کيسه اوږده او د داخلي مغولستان د خلکو چلند او مينه ډېره زياته وه،خو خبر داده چې د ننني پروګرام د پای شيبې دي ،او د سټوډيو ساعت ته چې ګورم نور مو خت پای ته رسيدلی،که ژوند و نو پاتې کيسه به په بل پروګرام کې درته وړاندې کړم،د اوس له پاره ستاسو کوربه زه خوشحال تايب اجازه درڅخه غواړم ،خوښ او سوکاله اوسئ،پاک رب مو مل شه .