ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد زلمی مود چينی ژبې لوست ته هرکلی کوم ! ډېر خوشحاله يم چې د پروګرام په دغه برخه کې له تاسو سره يو ځای د چينی ژبې په پروګرام کې ملګری يم . هېله لرم چې تاسو په اسانه توګه او په خوشحالۍ سره چينی ژبه زده کړئ او تری ګټه واخلئ .
ګرانو دوستانو ! د تير په شان له هرڅه مخکی مونږ تير لوست ته يوه لنډه کتنه وکړو :
你是王教授吗?ني شي وانګ جياو شو مه ؟
ته پروفيسر وانګ يی ؟
我是王教授。وو شي وانګ جياو شو .
زه پروفيسر وانګ يم .
请进。چينګ جين .
مهربانی وکړئ ، ننه ووځئ .
请坐。چينګ زو .
مهربانی وکړئ ، کښېنۍ .
谢谢。شيې شيې .
مننه کوم .
不客气。بو که چي .
خير اوسئ .
ګرانو اوريدونکو! أيا تاسو پو