د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د نړيوال استخراج چارو وزير دوګلاس اليکزاندر د مارچ په نهمه نېټه اعلان وکړ چې بريتانيا به له افغانستان سره د درې مليون سټرلينګ پونډو په ارزښت مرسته وکړي چې په دغه هېواد کې د غلو دانو کمښت مسئله حل شي.
نوموړي وويل چې په نړيوال بازار کې د غلودانو بيو د ډېرې لوړېدا او د روان کال د ساړه ژمي له امله افغانستان د غلو دانو له کمښت سره مخامخ شوی دی. بريتانيا له افغانستان سره د غلودانو د مرستې پرېکړه له نړيوالې ټولنې څخه د م م او افغانستان حکومت له هغې غوښتنې سره سم کړې چې دغه هېواد ته په دې برخه کې د څلويښت سټرلينګ پونډو په ارزښت مرسته وکړي.