<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-10 17:54:53    
چين په ساختمانی چارو کې د انرژۍ سپمولو کارونو ته دوام ور کوی

cri

د چين د کور جوړونې وزارت مرستيال چيو باو شينګ د فبروری په شپږويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل د مرکزی حکومت په مالی مرسته او په ساختمانی چارو کې د بيا استعمالېدونکې انرژی په کارو سره د چين په ساختمانی چارو کې د انرژۍ سپمولو کارونو پرمختګ کړی دی.

د چين ساختمانی چارو په وروستيو کلونو کې ګړندی پرمختګ کړی او هر کال يې د ساختمانی چارو اندازه دوه مليارډ مربع مترو ته رسيږی او د نړۍ د ساختمانی چارو د عمومی اندازې نيمه برخه نيسی. نو د ساختمانی چارو دوام لرونکی پرمختګ نه يوازی د وګړيو د ژوند له کيفيت سره نژدی اړيکی لري، بلکی د انرژۍ او سرچينو د سپمولو په اړه د هېواد د تګلارو له پلی کولو او له نړيوال اقليمی بدلون سره هم تړاو لري.

ښاغلي چيو باو شينګ وويل تېر کال چين د نويو ودانيو په سيستم کې د انرژی سپمولو معيار پراخ کړی دی. د معلوماتو له مخې، د تېر کال تر پايه پوری د چين په ګوټ ګوټ کې د لمر انرژۍ د استعمال پراخوالی اووه سوه مليون مربع ميترو ته رسيدلی دی. د چين په ټولو ښارونو او علاقه داريو کې د زياتره نويو ودانيو د طرحې او جوړونې بهير د انرژۍ سپمولو له معيار سره سم تر سره شوی دی. د تېر کال په لومړيو لسو مياشتو کې د نويو ودانيو په سيستم کې د انرژۍ سپمولو توان پنځه مليون ټنه سکرو ته رسيږی.

ښاغلي چيو باو شينګ وويل چين به په راتلونکی کی د انرژۍ سپمولو لپاره ډېر تدبيرونه ونيسی. مثلا د لمر انرژۍ او د ځمکی تودخې انرژۍ استعمالولو چارې

پرمخبوزی او د لمر او بيو ګاز په شمول د بيا استعمالېدونکې انرژۍ او د انرژۍ د نويو ډولونو د څېړنې او استعمال له لارې په کليوالو سيمو کې د انرژۍ مسئله حل شي.

د معلوماتو له مخې، د چين د انرژۍ سپمولو قانون به د راتلونکی اپريل په لومړی نېټه پلی شي. پر دې سربيره به په ساختمانی چارو کې د انرژۍ سپمولو مقررات به په نژدی وخت کی خپاره شي. ښاغلي چيو باو شينګ وويل ساختمانی چارې به په جدی توګه د انرژۍ سپمولو معيار پلی کړي چې په اړوندو قوانينو کې ټاکل شوی دی . د طرحې او جوړونې هغو ارګانونو ته به سخته سزا ور کړی شي چې له دغو معيارونو څخه سرغړونه کوي.

ښاغلي چيو باو شينګ وويل د دې لپاره چې د انرژۍ سپمولو ودانۍ د مصرفو ونکيو او بازار لخوا و منل شي، چين به په روان کال کی د ودانيو د انرژۍ سپمولو توان د څارنې کارونه پيل کړي. دا به د چين د ودانيو په سيستم کې د انرژۍ سپمولو پر کارونو مهمه اغېزه وکړي.

ښاغلي چيو باو شينګ وويل د چين په ساختماني چارو کې د انرژۍ سپمولو بازار ډېر لوی دی. چين به په راتلونکی کی په دغه ساحه کې له نورو هېوادونو د تکنولوژۍ او تجربو زده کړه وکړي او د نورو هېوادونو د ساختمانی چارو له کارپوهانو سره به همکاری پياوړی کړی. په دغه همکارۍ کې به د ودانيو په سيستم کې د انرژۍ سپمولو د رغونې پروژې بېلګه او په پروژو کې له بيا استعمالېدونکې انرژۍ څخه د استفادې په شمول برخې شاملې شي.