د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان پوليسو د مارچ په يوولسمه نېټه وويل چې دوی د روانې مياشتې په لسمه نېټه په اورزګان ولايت کې له وسله والو طالبانو سره په يوه سخته جګړه کې ونښتل چې په ترڅ کې يې د دوو قوماندانانو په شمول يې لږ تر لږه لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠٠٨ کال له پيل راهيسی، په افغانستان کې امنيتی حالات په پر له پسی توګه ترينګلي شوي او د ځانمرګيو بمی چاودنو او د لارو د غاړو بمی چاودنو له امله څه دپاسه دوه سوه تنه وژل شوي دي.