د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م مرستندويه پلاوي د مارچ په يوولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د دغه سازمان سرمنشي بان کی مون په همدې ورځ د ناروي ديپلومات کای ايد د افغانستان مسئلې په اړه د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
په اعلاميه کې ويل شوي چې ښاغلي ايد به د الماني توم کوينيګس پر ځای په افغانستان کې د م م د مرستندويه پلاوي مشر دنده پر غاړه واخلي.