د سين هوااژانس د خبر له مخې: په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتونکو ځواکونو يو اړوند چارواکي د مارچ په دوولسمه نېټه وويل د ناتو پوځ د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه ماښام د دغه هيواد په جنوب د هلمند په ولايت کې د حکومت پر ضد له وسله والو کسانو سره د جګړې په وخت کې په تېروتنې سره ډول دوې ښځې او دوه ماشومان ووژل.
ياد شويو ځواکونو د يوی اعلاميی په خپرولو سره وويل د ناتو پوځ د هلمند په ولايت کې د پوځی عملياتو تر سره کولو په ترڅ کې د وسله والو کسانو له بريدونو سره مخامخ و او په دې ترڅ کې ځيني وسله وال کسان، او په تيروتنې سره څلور عادی وګړي ووژل او لس تنه نور ټپيلت شوي دي.