په پېنځمه ميلادي پېړۍ کې چيني واکمنو خپل دولتي منابع او سرچينې د سړکونو او اوبلارو ( د بېړيو چلند لارو) د جوړولو لپاره ځانګړې کړې . دغو لارو په چين کې دننه تګ راتګ او ګاونډيو هېوادونو ته يې سفرونه اسانه کړل . بلې خوا ته نويو پرمختلليو لارو له حکومتي مامورينو سره هم د دندو په تر سره کولو کې مرسته وکړه . همدا ډول دغو لارو چيني سوداګر د دې وړ کړل چې د جاپان ، هندوستان، او منځني ختيز له خلکو سره سوداګري ډېره کړي مجلل چينايي اوزار او توليدات لکه ورېښم او کلالي لوښي د ورېښمو له لارې منځنۍ اسيا ته وړل کېدل، د سوداګرو د اوښانو کاروانونه له منځني چين پيلېدل ، په شمال کې تر لوی دېوال پورې يې سفر کاوه، بيا لوېديز ته ګرځېدل او منځني تېبتان له لوړو سطحو تېرېدل . ځينو لوېديز لوري ته ډېر لرې تر سوريې (دمشق) پورې سفر کاوه . دغو کاروانونو د دې تر څنګ چې چيني مالونه يې نورو هېوادونو ته لېږدول، چيني مفکورې يې هم نورو کلتورونو ته ور وړلې او همدا ډول يې د بهرنيانو توليدات او نوې مفکورې بېرته له ځانونو سره چين ته راوړلې اسلام، بوديزم او عيسوي دينونه د همدغې ورېښمو لارې چين ته راغلل بيا وروسته د تونګ پاچاهي کورنۍ په پېر کې بوديزم ډېر مشهور شو.
څومره چې سوداګري پراخېده، هومره د دينونو اغېز او پيروان ډېرېدل او بل اړخ ته د امپراتورۍ شتمني ډېرېده په ٌ چونګ ان ٌ کې د ٌ تونګ ٌ امپراتورۍ پلازمېنه په نړۍ کې د تر ټولو لوی ښار په بڼه وده وکړه. د سترګو د رپ په څېر دغه کيسې خورې شوې او د اسيا له ډېرو هېوادونو څخه پوهان د دغه دوه مېليون لرونکيو خلکو ښار ته راغلل.
ډېر وروسته بيا په شلمه پېړۍ کې چې کله په ١٩٤٩ کال په چين کې کمونست ګوند واک ته ورسېد، نو له لومړنيو کارونو څخه يې يو دا و چې په منظم او ډله ييزه توګه د ديني او مذهبي چارو تر سره کول يې په رسمي ډول بند کړل. تر دې مخکې په چين کې حاکم دينونه کنفوسيانيزم او تاويزم پرته نور دينونه د سوداګرو په وسيله چين ته راغلي دي.
په چين کې په ديني چارو دغه بنديز ډېره ادامه ونه کړه او خلکو ته د دين ازادي بېرته د ١٩٧٨ کال د اساسي قانون له مخې ورکړل شوه. چې اوس د نورو دينونو د پيروانو تر څنګ چيني مسلمانان هم په خلاص مټ خپل ديني مراسم تر سره کوي .
تونګ پاچاهي کورنۍ The Tang Dynasty او دينونه
د دين په برخه کې تونګ پاچاهي کورنۍ هم په خپل ځای مهم رول تر سره کړی دی. په ٢٢٠ کال د هان کورنۍ له پاچاهي وروسته د ٣٥٠ کلونو لپاره چيني پاچاهيو او يرغلګرو له شمال لوري له يو بل سره سيالي وکړه چې په چين باندي واکمني وکړي. په ٥٨٩ کال د شمال سيمې يوه افسر چې يانګ جين نومېده ، چين يې بېرته سره متحد کړ او په زور يې شمال او سوېل سره يو ځای کړل . يانګ جېن د وېن په نامه د امپراتور لقب تر لاسه کړ او د سوې په نامه امپراتوري کورنۍ يې جوړه کړه .
امپراتور وېن هغه ډېرې موخې او عنعنات بېرته نوي کړل چې د هان امپراتوۍ په پېر ( دوره) کې منل شوي وو. ده عامه کارونو پروژې لکه په چونګ ان کې د هان امپراتورۍ د پلازمېنې بيا جوړول، د لوی دېوال بيا جوړول او د لوی کانال جوړول چې د چين شمال او سوېل سره نښلوي. د دغو پروژو تر سره کولو لپاره امپراتور وېن د ټولو کارګرانو ځواک وکاراوه چې دغه کار د بزګرانو او کروند ګرو تر منځ دده شهرت ته زيان ورساوه.
په ٦١٨ کال د بزګرانو پاڅون لی يوان د دې وړ کړ چې خپل ځان د امپراتور په توګه اعلان کړي او هېواد تر خپلې ولکې لاندې راولي. په دې توګه يې د تونګ کورنۍ د امپراتورۍ بنسټ کېښود چې تر ٧٠٩ کال پورې يې ادامه وکړه. د تونګ کورنۍ تر واکمنۍ لاندې پېر کې چيني امپراتورۍ نوې ځمکې په خپله لمن کې راونغاړلې.