<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-17 19:56:19    
چين د اوبو ککړتيا د مخنيوی د پياوړتيا قانون و رغاوه

cri

د چين د ملی ولسی کانګرس دايمی کمېټې د فبروری په اته ويشتمه نېټه د اوبو ککړتياوو د مخنيوي قانون رغونه تر سره کړه. د رغول شوی قانون ځانګړتياوې دا دي: له قانون څخه د سرغړاوي سزا سخته شوې، د ځايی حکومت دنده پياوړې شوې او نوی مقررات پکی شامل شوی دی.

د اوبو چاپېريال زيانمنېدل د ګردې نړۍ يوه لويه ستونزه ده. د تېرې پېړۍ د اتمې لسيزې په نيمه کې چين د اوبو ککړتيا د مخنيوي قانون خپور کړ چې موخه يې له سرچينې څخه د اوبو ککړتيا مخنيوی او کنترول دی او د ايکولوژيکی چاپېريال ساتل دی. دا له څلورويشت کلونو راهيسی د دغه قانون دوهم ځل رغونه ده چې د اوبو سرچينو د ساتنې په ترڅ کې نوی مسئلې حل کړي.

په رغول شوی قانون کی له قانون څخه د سرغړونې عملياتو او کسانو ته د سزا پياوړتيا د پاملرنې وړ ده. د چين د چاپېريال ساتنې عمومی ادارې مشر جو شنګ شيان په دې اړه وويل په رغول شوی قانون کی د قانونی دندې په اړه محتويات ډېر ټاکلي دی. د بېلګې په توګه، په ټاکلی وخت کی بايد د هغو ځايی حکومتونو او تصديو نومونه خپاره شي چې د ککړتياوو د کنترول عمومی اندازه يې نه ده تر سره کړی او د اوبو چاپېريال يې ډېر ککړ کړی دی. پر دې سربيره، په دغه رغول شوی قانون کې له قانون څخه د سرغړونې عملياتو مستقيمو مسئولانو ته د سزا اندازه ټاکل شوی چې تر ټولو لوړه سزا يې د کلنيو عايداتو نيمې برخې ته رسېدی شي.

له دې پرته د اوبو ککړتيا د مخنيوی پلان، د چاپېريال اغېزې ارزونه او د ککړتياوو د خپرولو لګښت په شمول مقررات په نوی قانون کی بشپړ او پياوړی شوی دی. رغول شوی قانون له اوسنيو حالاتو سره سم په څرګنده توګه غوښتنه کوي چې د اوبو سرچينو د ککړتيا مخنيوی وشي او د اوبو ککړتيا د مخنيوی په اړه يې د حکومت دنده هم پياوړې کړې ده. په دغه قانون کی ټاکل شوی چې د ولسوالۍ له کچې لوړه کچه حکومتونه بايد د اوبو چاپېريال ساتنه د ملی اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په پلان کی شامله کړي.

په دغه نوی قانون کې د ککړتيا د عمومی اندازې د کنترول نظام هم ټاکل شوی چې مرکزی حکومت به يې په عمومی توګه ترتيب کړي. ښاغلي جو شنګ شيان وويل د اوبو ککړتيا مخنيوی بايد د سيندونو له اوږدو او يا سيمې سره سم ترتيب شي. د مهمو سيندونو په اوږدو کې د اوبو ککړتيا د مخنيوی ترتيب بايد د دولتی شورا د چاپېريال ساتنې د عمده ارګانونو لخوا وټاکل شي او د تصويب لپاره دولتي شورا ته وړاندې شي.

دغه ځل رغول د ټولنې د پاملرنې وړ دي. ملی ولسی کانګرس مخکې د وګړيو وړانديزونه راغونډ کړي دي. نو ويل کېږی چې ټولو وګړيو په دغه ځل رغونه کې ګډون کړی دی. د وګړيو د وړانديزونو پر بنسټ ډېر نوی نظامونه ټاکل شوی او ډېر نوی مقررات څرګند شوي دي.

نوی رغول شوی قانون به د راتلونکی جون په لومړۍ نېټه پلی شي. د کارپوهانو په اند، د دغه قانون توان د څرګندولو لپاره بايد اړوند ارګانونه په ريښتنی توګه خپل عمليات پياوړی کړي.