ولی سمندري څپې غاړې ته رسېږي؟ ددې پوښتنې ځواب دا دی څرنګه چې سمندري اوبه له غاړې څخه په ليري ځاي کې ژورېږي او په غاړه کې سمندري اوبه ژورې نه دي ، نو سمندري اوبه له ژوروالي څخه غيرژورې غاړې ته رسېږي. په حقيقت کې له سمندري سواحلوڅخه د ليري سمندر په ژور ځاي کې د اوبو څپو د باد او جريان په لور پرمختګ کوی او د سمندر په ژور ځاي کې د څپو خپريدا سرعت له سطحي څپو څخه ګړندی دی ، نو البته په سمندري غاړه کې د څپو خپريدا سرعت ډير ورو دی . په بله ژبه په ژورو اوبو کې د سمندري څپو د پرمختګ واټن اوږد دی ، نو هغه څپې چې سرعت يې ګړندی دي ، سمندري غاړې ته رسېږي چې اوبه يې ژورې نه دی او څپې يې هم ګړندی نه دی .
ولی په سمدري ابو کې مالګه شته ؟ ډير پخوا سمندري اوبه د سيندونو اوبو په شان مالګنې نه وې ، خو هر کال د يو سل او پنځه ويشت مليونه ټنه سمندري اوبه هوا ته بخار کوی چې په پاي کې د باران په اوريدو د ځمکې ګوټ ګوټ ته لوېږي. په خاورو او ډبرو کې حليدونکي مواد چې زياتره يې مالګه لرونکي توکی دي ، له باران سره يو ځاي سيندونو ته رسېږي او په پای کې سمندرونو ته داخليږي . په دې توګه په سمندرونو کې مالګين مواد زياتيږي ، خو دغه مواد د سمندري اوبو د بخار کولو په ترڅ کې هوا ته پورته نه کېږي او يوازی په سمندرونو کې پاتي کېږي چې له کلونو کلونو راهيسې په سمندرونو کې د مالګې زياتوالي له امله اوبه مالګينې شويدي. البته دغه جريان ډير اوږد دی حتی څو مليونه کاله يې دوام درلود.نو په سمندري اوبو کې د مالګی عناصر ډير دی.
ولی ګلونه رنګارنګ دي؟ د ګلانو رنګونه د ګلانو پاڼوپه سلولونو کې د اسيد او قليا ميزان لخوا پرېکړه کېږي او په دغو سلولونو کې يو ډول کيمياوي ماده شته چې په انګريزي ژبه انتهوسيانيدين نوميږي او له پروتين څخه راځي،کله چې انتهوسيانيدين په اسيدي بڼه وي ، ګل به سور رنګ وي ، څو چې اسيدي بڼه ډير وي ، سوررنګ هم سختيږي .خو کله چې انتهوسيانيدين په خنثي شکل وی،ګل به زرغون رنګ وي ، انتهوسيانيدين په قليايی بڼه وی ،ګل به أبی رنګ وی ، هغه ګلونه چې رنګ يې تور وی ، د پاڼو سلولونه يې په قليايي شکل پورې اړه لری. هغه ګلونه چې ژيړ رنګ لری ، ولی ځيني ګلونه سپين رنګ لری ؟ لامل دا دی چې ددغه ګل د پاڼو په سلولونو کې هيڅ انتهوسيانيدين نشته . عجيبه خبره دا ده چې ځيني ګلونه په يوه ورځ څو رنګونه بدلوي ، لامل يې دا دی چې په يوه ورځ کې د اسيد او قلياب ميزانونه يې يو شان نه دي .
د چاپيريال ساتنې په هکله څه نا څه معلومات .
د چاپيريال ساتنه نه يوازي د سياستوالو او د تصديو څښتنانو بلکي د هر تن په غاړه دنده ده . موږ کولی شی چې د خپل ژوند په هره برخه کې د چاپيريال ساتنې ته پام وکړو او يوازی د خپل عادت په بدلولو سره دغه دنده ترسره کړو.
لومړی. په ښارونو کې وګړي عمومأ د کالي مينځلو ماشين له لارې کالي مينځي ځکه چې د ماشين په وسيله د کالي مينځلو سرعت چټک دی. خو د شميرنې له مخې نن ورځ د کالي منيځلو ماشين لارې د کالي مينځلو لپاره د اوبو لګولو اندازه د يوې کورنۍ لپاره د اوبو لګولو له عمومي اندازی څخه يو پر درېمه برخه نيسي. د مثال په توګه په چين کې يو سل او اويا مليونه د کالي مينځلو ماشينونه شته . که يو ماشين
څلويښت ليتره اوبه لګوي او هره ورځ د نيم ساعت لپاره کارول کېږي ، نو هره مياشت څلور اعشاريه مکعب متره اوبه لګول کېږي او د يو سل او اويا مليونوماشينونو لخوا لګول شويو کلنی اوبه لس مليارده مکعب متره اوبه لګيږي ، نو که يوازی څو کالي ومينځل شی ، کولی شی چې په لاسونو ومينځئ او د چاپيريال ساتنې په څنګ کې زياتې اوبه وسپموئ.
پلاستيکي کڅوړه د انسان د ډير خراب اختراع په نامه ياديږي. په چين کې هره ورځ درې ميلياده داسی کڅوړې استعمالېږي چې د دغو کڅوړو د جوړولو لپاره ديرش مليونه تنه پلاستيک په کار دي. د دغو کڅوړو په سلو کې درې چاپيريال ته سخته ککړتيا رسوي او د سپينې ککړتيا په نامه نومېږي، ځکه چې پلاستيکي کڅوړه په طبيعي چاپيريال کې د اوږدې مودې لپاره نه حل کيږي او چاپيريال ته د ککړتيا رسولو ترڅنګ د کرنيزو نباتاتو ودې ته هم ګټه نه لری ، برسيره پردې د پلاستيکي کڅوړو د توليدولو په وخت کې ډير سوانګ توکی لګېږي او ډير زهرجن مواد هم رامنځته کېږي او د انسان روغتيا ته ګټور نه دي ، نو د چين حکومت پرېکړه وکړه چې د روان کال له جون څخه د پلاستيکي کڅوړو توليدې اندازه او د استعمالولو ساحه محدود شی. دغه راز هيله لری چې وګړي ټوکري کڅوړې وکاروي
د پلټنې له مخې يو يوويشت انچ رنګه تلويزيون د ډير روڼوالی په حال کې پنځه اتيا واټه برېښنا او د تتوالي په حال کې پنځه پنځوس واټه برېښنا لګوی . که پرده ډيره رڼه وی ، نه يوازی زياته بريښنا لګوي ، بلکې د سترګو لپاره هم ګټوره نه ده او حتی راډيو اکتيف روغتيا ته زيان رسوي . نو د تلويزيون پردې مناسب روڼوالی د برېښنا سپمولو او د راډيواکتيف د کمولو لپاره رول لری.