د لوبا قوم وګړي د چين د تبت خپلواکې سيمې په جنوب ختيځ د لينجی په ناحيه کې اوسيږی او نفوس يې له دری زره تنو څخه کم دی چې په چين کې تر ټولو د لږ نفوس لرونکي قوم په توګه بلل کېږی. شياو هونګ په ملی ولسي کانګرس کې د دغه قوم يوازنی استازی ده. روان کال د چين د نوولسمې دورې د ملی ولسی کانګرس د لومړۍ کلنۍ غونډې په موده کې يانګ شياو هونګ د دولت له رئيس هو جين تاو سره خبرې وکړې.
رئيس هو جين تاو له شياو هونګ څخه د يو سړک جوړولو او د ماشومانو د زده کړې په اړه پوښتنې وکړې او شياو هونګ په خوښۍ سره ځوابونه ور کړل. دری دېرش کلنه شياو هونګ د دوهم ځل لپاره د ملي ولسی کانګرس د استازې په توګه ټاکل شوې. اغلې شياو هونګ پنځه کاله مخکې د لومړي ځل لپاره د استازې په توګه د ټاکل کېدو د احساساتو په اړه وويل
په هغه وخت کې مې پر خوشحالۍ سربيره ستره دنده هم احساسوله چې بايد د وګړيو غوښتنې څرګندې کړم. د ملي ولسي کانګرس په غونډه کې د لومړي ځل لپاره د وينا پر وخت ډېره تر تاثير او اغيز لاندی راغلم، خو اوس هغه شان نه يم. ځکه د خپلې دندې د تر سره کولو په اړه ډېرې تجربې لرم.
شياو هونګ د دوهم ځل لپاره د ملي ولسي کانګرس د استازې په توګه ټاکل شوې چې دا خپله دغه ټاکنه د ملی لږکيو سيمو د ساتنې او ملاتړ په اړه د چين د تګلارې په رڼا کې پرمختګ بولي. د ملي ولسي کانګرس د مقرراتو له مخې، هره ملي لږکی بايد خپل استازی ولري. نو دری زره کسيز لوبا قوم خپله استازې شياو هونګ غوره کړه. شياو هونګ په ښه توګه د خپل قوم د ګټو او غوښتنو څرګندولو لپاره، د روان کال لپاره پوره تياريانی نيولي. هغې وويل
په کارونو کې موږ يو شمېر مسئلو په تيره بيا د وګړيو د پاملرنې وړ ستونزو ته ډېره پاملرنه کوو. د بېلګې په توګه د سړک جوړونه، د ماشومانو زده کړه او د وګړيو په ورځنی ژوند او توليد کې موجودې مسئلې .
اوس د شياو هونګ ډېرو وړانديزونو ريښتنی بڼه غوره کړه ده. د لوبا قوم په سيمه کې سړکونه جوړ شوي، برېښنا او ټليفون کارل شوی دی. د شياو هونګ په علاقه دارۍ کې له ١١٣ کورنيو څخه نوی سلنه يې په نويو کورونو کې اوسيږی.
د لوبا قوم د ځايی اوسېدونکې په توګه ، اغلې يانګ شياو هونګ د لوبا قومی وګړيو د ژوند بدلون احساس کړ. د تبت د لينجی هوايی ډګر له کارولو وروسته د لوبا قوم ځانګړی کلتور او منظرو ډېر سيلانيان ورجلب کړي او د ځايی بزګرانو او مالدارانو عايدات هم زيات شوي دي. شياو هونګ په دې هکله وويل
تېر کال د مې په اته ويشتمه نېټه مو د لوبا قومی هنری اختر پر ځای کړ. په يوه ورځ کې د دريو کليو عايدات سل زره يوانو ته رسيدلی. نو اوس يو شمېر کورنيو د سيلانيانو راجلبولو لپاره کورني هوټلونه جوړ کړی دی .
د يو لږ نفوس لرونکی ملی لږکۍ په توګه د خپلو وګړيو پر زيار سربېره د چين مرکزی حکومت او ځايی حکومت مرستې د لوبا قومی سيمی د ګړندی پرمختګ لامل ګرځېدلی. د چين د ملي ولسي کانګرس استازی او د تبت د خپلواکې سيمې د ګوندی کمېټې مشر جانګ شينګ لي وويل
لوبا په تبت کې يو ډېر کوچنی قوم دی. د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مو ډېرې مرستې ور سره کړی. ځکه چې پخوا د لوبا قوم اقتصادي بنسټ ډېر کمزوری و، نو په وروستيو کلونو کې د لوبا قوم اقتصادي پرمختګ د نورو قومونو په پرتله ډېر چټک و.
د ملي ولسي کانګرس د استازې په توګه د شياو هونګ د ماموريت د مودې پنځه کاله پاتی دی. هغې وويل هغه به په دغه موده کې څېړنو ته دوام ور کړي او د بزګرانو او مالدارانو په ژوند او توليد کې د موجودې ستونزې به ليری کړي چې د دوی هېلې ريښتنی شي.