د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د مارچ په شلمه نېټه د يو پرېکړه ليک په تصويبولو سره اعلان وکړ چې د افغانستان د سوله ايز بهير د پرمخبيولو لپاره په دغه هېواد کې د دغه سازمان مرستندويه پلاوي ماموريت موده د راتلونکي کال د مارچ تر درويشتمې نېټې پورې اوږده کړي.
په دغه پرېکړه ليک کې دغه خبره تکرار شوې چې مرستندويه پلاوی او د سرمنشي ځانګړی استازی به په پرله پسی توګه خپل عمده رول ولوبوي او د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ به د افغانستان تړون ضمانت وکړي.
په همدې مهال په دغه پرېکړه ليک کې له افغانستان څخه غوښتنه شوې چې له نړيوالې ټولنې سره پوره همغږي وکړي او د خپل هېواد د امنيت او ثبات او د مرستندويه پلاوي غړيو د عملي ازادۍ ضمانت وکړي.