<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-23 19:57:42    
يوولسم لوست

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد زلمی مود چينی ژبې لوست ته هرکلی کوم ! ډېر خوشحاله يم چې د پروګرام په دغه برخه کې له تاسو سره يو ځای د چينی ژبې په پروګرام کې ملګری يم . هېله لرم چې تاسو په اسانه توګه او په خوشحالۍ سره چينی ژبه زده کړئ او تری ګټه واخلئ .

ګرانو دوستانو ! د تير په شان به له هرڅه مخکی مونږ تير لوست ته يوه لنډه کتنه وکړو :

麻烦你了。مافن ني له

ما تاسو ته ستونزې رسولې دي .

谢谢。شيې شيې

مننه کوم .

非常感谢。فۍ چانګ ګن شيې

ډيره مننه کوم .

不用谢。بو يونګ شيې

د مننې وړ نه دی .

不客气。بو که چي

د مننې وړ نه دی .

ګرانو دوستانو! په دغه مرکه کې مونږ هغه مهمې کلمې زده کړې دي چې د مننې کولو په وخت کې کارول کېږی . زمونږ په خپرونو کې د هر پروګرام په پای کې وياندان کله کله وايی چې ستاسو له اوريدنې څخه مننه کوي. تاسو پوهيږئ چې مننه کول يعنی شيې شيې او خپرونه اوريدل يعنی شو تينګ جيې مو، شو تينګ جيې مو. دغه کلمه په

لنډه توګه دا هم ويل کيږی چې شو تينګ، شو تينګ . نو ستاسو د اوريدلو له امله مننه کوی يعنی شيې شيې شو تينګ، شيې شيې شو تينګ .

ګرانو اوريدونکو! مونږ ځينو نویو کلمو ته پام وکړئ چې د بښنې غوښتلو په وخت کې کارول کيږی.

对不起。دوی بو چي

بښنه غواړم .

没关系。مۍ ګوان شي .

پروا نه شته يا پروا نه لری.

很抱歉。هن باو چيان .

ډيره بښنه غواړم .

没什么。مۍ شن مه .

پروا نه شته .

没事儿。مۍ شي اړ.

پروا نه لری يا هيڅ ستونزه نه شته .

ګرانو دوستانو! کله چې تاسو له بل چا څخه بښنه وغواړی نو بايد ووايئ : دوی بو چي، دوی بو چي. هن باو چيان هم د بښنې معنی ورکوي، خو احساس يی نسبتأ ټينګ دی. په دغه کلمه کې هن يعنی خورا. هن باو چيان يعنی ډيره بښنه غواړم.

نو کله چې بل څوک له تاسو څخه بښنه غواړی نو تاسو څرنګه ځواب ورکوئ ؟ پروا نه شته په چينی ژبه کې يعنی مۍ ګوان شي، مۍ ګوان شي. د دې ترڅنګ دغه دوه کلمې د پروا نه شته معنی هم ورکوي چې مۍ شن مه يا مۍ شي اړ .

ګرانو دوستانو! تاسو اوس پوه شوئ چې څرنګه بښنه وغواړئ او څرنګه يی ځواب

ورکړئ ؟

سمه ده، اوس مونږ يو ځل بيا دغه نوی مرکه سره واورو:

对不起。دوی بو چي

بښنه غواړم .

没关系。مۍ ګوان شي .

پروا نه شته يا پروا نه لری.

很抱歉。هن باو چيان .

ډيره بښنه غواړم .

没什么。مۍ شن مه .

پروا نه شته .

没事儿。مۍ شي اړ.

پروا نه لری يا هيڅ ستونزه نه شته .

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده ، هېله لرم چې تاسو په مناسب فرصت کې د ژبې زده کولو زيات تمرينونه وکړئ . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !