د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان رسمی اطلاعاتو ګډ اژانس د مارچ په درويشتمه نېټه خبر ور کړ چې د دغه هېواد د اطلاعاتو ادارې مشر او د چين مسئلې کارپوه جاويد اختر د دولتی ټلويزيون په پروګرام کې پر چين د تور لګولو وينا غندنه وکړه او و يې ويل ټول پاکستانيان پر دې ټينګار کوی چې تبت د چين يوه نه بېلېدونکی برخه ده.
د پاکستان د اطلاعاتو ګډ اژانس د خبر له مخې، اوس چين د اولمپيک لوبو په تياريانو بوخت دی، په دغه وخت په تبت کې د زروزياتی پېښې په نړۍ کې د چين بڼې د ويجاړولو په موخه دي. د لوېديځو هېوادونو خبري رسنيو او يو شمېر نارسمی سازمانونو په دغه فرصت کې د چين د بشري حقونو د حالاتو په اړه منفی تبليغات خپاړه کړي دي. خو وقعيت دا دی چې تبت د چين حکومت په لارښوونه پرمختګ او سمسورتيا موندلی او تبتی وګړي نه غواړی له چين څخه بېل شي.