<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-24 18:30:12    
د دوو غونډو له ځانګړتياوو څخه د چين د ديموکراسۍ پرمختګ څرګنديږی

cri

د چين د ولسي سياسی مشورتی کنفرانس د نوې دورې ملي کمېټې د لومړۍ کلنۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته د نوې دورې ملی ولسي کانګرس لومړۍ کلنۍ غونډه هم د مارچ په اتلسمه نېټه پای ته ورسېده. د دغو دوو غونډو له ډېرو ځانګړتياوو څخه د چين د ديموکراسۍ پرمختګ څرګند شوی دی.

له پنځوسو کلونو راهيسی د چين د يو واکمن ارګان په توګه، ملی ولسي کانګرس د هېواد چارې اداری کوي او د وګړيو په استازيتوب خپلې چارې تر سره کوي. د اوږده وخت په ترڅ کې وګړيو د استازيو له لارې خپلې هيلې څرګندې کړې او په سياسی چارو کې ګډون کوی. د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو د پيل له دېرشو کلونو راهيسی چينايانو په اقتصاد او ټولنه کې د ستر بدلون د احساسولو تر څنګ د ملی ولسي کانګرس نظام د بشپړېدو بهير هم کتلی دی.

د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ کلنۍ غونډه کې د کليوالو کارګرو استازي د لومړي ځل لپاره ټاکل شوی. په همدی وخت کی د کارګرو استازيو شمېر د تېرې دورې کانګرس په پرتله دوه برابره شوی او د بزګرانو استازيو شمېر د پخوا په پرتله اويا سلنه زيات شوی دی. په دې توګه د چين د بنسټيزو يونټونو وګړي چې د هېواد د عمومي نفوس زياتره برخه نيسی، د هېواد د لوړې کچې واکمن ارګان کې د خپلو ګټو لا زيات استازي لري.

پنځه کاله مخکې د چين د شخصی تصديو خاوندانان د لومړي ځل لپاره د ملي ولسي کانګرس د استازيو په ليست کې وليدل شو. د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې په سږنيو غونډه کې د شخصی اقتصادی ټولنو استازيو او غړيو شمېر له دوه سوه تنو څخه اوښتی و. د وانګ جيان لين په شمول د شخصی تصديو پنځو تنو خاوندانو او د ولسي سياسي مشورتی کنفرانس ملی کمېټې د غړيو په توګه د مارچ په اتمه نېټه د ولسي سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کمېټې د لومړۍ کلنۍ غونډې په يوه مطبوعاتی غونډه کې له خبريالانو سره خبرې وکړې. دا لومړی ځل و چې د نوې کچې غړې د دغوو غونډو په موده کې په ډله ايزه توګه له خبريالانو ګوري.

د دوو غونډو په موده کې استازيو او غړيو د هېواد د تګلارو، ابادۍ او د وګړيو د علاقې وړ مسئلو په اړه بحث وکړ او په همدې اړه يې وړانديزونه هم وړاندی کړل. دغه مسئلې د نننۍ چيني ټولنې له ټولو ساحو سره تړاو لري مثلا له فساد سره مخالفت، د روزنې نظام اصلاحاتو، د کورونو بيو او د کرنې، کليو او بزګرانو مسئلو حلول او داسی نور.

د کورنيو او بهرنيو خبريالانو د پاملرنې وړ خبر دا وه چې سږنۍ دوه غونډې نورې پرانيستې وې. شل مطبوعاتی غونډې او ډله ايزې مرکې تر سره شوي او د وزيرانو په کچه مشرانو په مستقيمه توګه له خبريالانو سره خبرې وکړې. د اتو ديموکراتيکو ګوندونو نويو مشرانو د لومړي ځل لپاره په ډله ايزه توګه د کمونست ګوند په مشرۍ د بېلا بېلو ګوندونو تر منځ د همکارۍ او د سياسي مشورې نظام په هکله د کورنيو او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د ٢٠٠٨ کال په پسرلي کې ټولې نړۍ د چين د سوسياليستی او ديموکراتيک سياست حياتي توان وکوت او د چين د سياسي نظام د اصلاحاتو د ژورولو او د وګړيو د واکمنۍ تامينولو موخې ته د رسېدو په اړه د چينايانو باور نور هم ټينګ شوی دی.