<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-25 19:04:22    
بېجينګ تر وسې پورې د معيوبينو اولمپيک لوبو لپاره د روزنې چارې تر سره کوي

cri

له نيم کال مودې وروسته به د ٢٠٠٨ کال د معيوبينو اولمپيک لوبې په بېجينګ کې پرانيستل شي. د معيوبينو اولمپيک دغه لوبې د چين د معيوبينو چارو د پرمختګ لپاره يو مهم فرصت دی. اوس بېجينګ د دغو لوبو د برياليتوب لپاره فعالې تياريانی نيسی او د روزنې چارو هراړخيز کارونه روان دي.

ځکه چې د معيوبينو اولمپيک لوبو خدمتونه د لوړې مسلکی وړتيا غوښتنه لري، نو د سياليو په موده کې د انساني پاملرنې څرګندولو لپاره بايد په جدی توګه د روزنې کارونه تر سره شي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د روزنې کارونو د همغږۍ ډلې څو ورځې مخکې يوه کاري غونډه تر سره کړه. د دغې ډلې مشر جو شان لو وويل د معيوبينو اولمپيک لوبې خپله ځانګړتيا او اصول لري، نو خدمت کونکيو ته لوړه غوښتنه وړاندی کوی، نو بشپړه روزنه اړينه ده. په دې توګه به د خدمتونو سويه او له معيوبينو سره د مرستی په اړه د ټولنې نظريه لوړه شي. ده وويل د معيوبينو د اولمپيک لوبو لپاره روزنه هم مسلکی ميعارونه او هم د پراخ ګډون ځانګړتيا لري، چې په عمده توګه په څلورو برخو کې څرګندېږی. ده وويل

لومړی، د انساني همدردۍ احساسات ډېر دی. دوهم، د عملی کولو څرګنده ځانګړتيا لري. درېيم مسلکی او ځانګړی ميعارونه لري. څلورم ټولنيزې اړيکی يې پېچلی دي.

ښاغلي جو شان لو وويل په فعاله توګه د معيوبينو د اولمپيک لوبو روزنې تر سره کولو موخه په ښه توګه د معيوبينو د سياليو لپاره خدمتونه کول دي. نو بايد د معبيونو له بدني او ذهنی ځانګړتياوو سره سم په انساني نظر سره د چارواکيو، کارکوونکيو او داوطلبانو لپاره مسلکی روزنه تر سره شي.

د روان کال په جنوری کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې داوطلبې څانګې د چين د معيوبينو د تمرينونو په اډه کې د معيوبينو د اولمپيک لوبو داوطلبو لارښوونکيو لپاره دوهمه دوره روزنه تر سره کړه. د روزنې په ترڅ کې د عملی کار تر سره کولو او احساسولو ډېرې برخې موجودې وې چې د معيوبينو څرخي څوکيو چلول او داسی نورې چارې پکې شاملې وې. د داوطلبو لارښوونکيو نوماندان به له دغې روزنې وروسته د بېجينګ د اولمپيک لوبو تشکيلاتی کمېټې د داوطلبۍ څانګې په ازموينه کې ګډون وکړي. په ازموينه کې بريالي شوي کسان به د معيوبينو اولمپيک لوبو د داوطلبانو د روزنې ښوونکی وګرځي.

د معيوبينو د اولمپيک لوبو له سرچينې څخه د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو د پروګرامونو تر پېژدنې پوری سل تنو داوطلبانو د دېرشو کارپوهانو په لوستونو کې په هراړخيزه توګه د اړوندو معلوماتو زده کړه وکړه. داوطلب جانګ سای څرګنده کړه چې په دغه ځل روزنه کې ډېر مهم معلومات تر لاسه کړي او د ډېرو ګټو تخنيکونو زده کړه يې کړې ده. هغه وويل

د دغو روزنو له لارې اوس د معيوبينو اولپيک لوبو په اړه نوی نظر لرم په تيره بيا د معيوبينو لپاره د ځانګړو خدمتونو په برخه کې مې هم يو شمېر تخنيکونه زده کړي دي. زه د دې احساس کوم چې ډېر پرمختګ مې کړی دی.

ښاغلي جو شان لو وويل دوی به له دې وروسته د بېجينګ په ټولو خدمتی چارو کې له معيوبينو سره د مرستې عمليات پياوړی کړي. دوی پلان لري چې د تبليغاتو پراخوالي له لارې ګام په ګام په بېجينګ کې د معيوبينو اولمپيک لوبو د روزنې او ښوونې کارونو ته دوام ور کړي.

د ښاغلي جو شان لو په اند د روزنې کارونو کيفيت ډېر وخت د ښوونکيو له سويې سره تړاو لري. نو د بېجينګ د اولمپيک لوبو د روزنې کارونو د همغږۍ ډله به ګام په ګام د روزنې ښوونکيو سويه لوړه کړي. ده وويل

موږ هغه کارپوهان د روزونکيو په توګه غوره کوو چې د معيوبينو د ژوند په سپورتي چارو کې کار کوی. پر دې سربيره د روزنې کارونو د همغږۍ ډلې په ځانګړی توګه د معيوبينو اولمپيک لوبو د روزنې لپاره يو لړ تدريسی کتابونه ليکلي او تنظيم کړي دي . د بېلګې په توګه د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو د معلوماتو کتاب، د معيوبينو د ديارلسمې دورې اولمپيک لوبو د سيالۍ پروګرامونو په اړه د معلوماتو کتاب، د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې د معيوبينو لپاره د خدمتی کارونو مقررات او داسی نور.

له دې څخه څرګندېږی چې بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو د خدمتونو لپاره ډېر کوششونه کړي دي. موږ باور لرو چې په دې توګه به د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو په موده کې لوبغاړی د ښو خدمتونو احساس وکړي.