<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-25 20:54:45    
د چين په بی وزلو سيمو کې پوهنيز حالت

cri

کله چې ١٦ کلن لی هوا له منځنی ښوونځی څخه فارغ شو، ګومان يې کاوه چې ښايی له ښوونځی سره يې اړيکی پای ته ورسيدې، خو د يوو چا منځنی ښوونځی زده کړې ته د دوام فرصت ور کړ.

د لی هوا کورنۍ د نينګ شيا ولايت د شی جي ولسوالۍ په بای تای کلی کې ژوند کوي چې د يوې بی وزلی سيمې په توګه ګڼل کيږي. دلته طبيعی شرايط ناوړه او اقتصادی پرمختګ وروسته پاتی دی چې له دې امله د خلکو د ژوند لپاره يو مساعد ځای نه دی. په چين کې د يوې بی وزلې سيمې په توګه د بای تای کاي د بزګرانو عايدات په عمده توګه له مزدوری څخه تر لاسه شوی دی.

لی هوا يو ښه زده کوونکی دی او په خپلو درسونو کې هر وخت بريالی وي ، خو د ښوونځي يوولسم کال يې د لګښتونو د ډېروالي له امله يی وغوښتل چې د خپلې زده کړې موده پای ته ورسوي،خو نيکمرغه خبره دا وه چې د يوو چا په يوولسم ښوونځی کې ومنل شو. دغه ښوونځی چې د حکومت له خوا جوړ شوی، هر کليوال زده کوونکی ته په يو کال کې زر يوانه مرستندويه پيسی برابروي او له نوموړی بی وزلی سيمې څخه د راغلو زده کوونکيو د زده کړې او استوګنې لګښتونه يې له منځه وړي دي. د نينګ شيا ولايت په اين چوان ښار کې د دغه ښووځی په شان يو بل ښوونځی هم شته دی.

لی هوا خبريال ته وويل که په دغه ښوونځی کې ونه منل شی، ښايی چې د مزدوری لپاره ښار ته ولاړ شي. تر اوسه پوری د لی هوا په شان د دغې سيمې اته زره زده

کوونکی په دغو دواړو ښوونځيو کې منل شوي چې اتيا سلنه يی له کليوالو سيمو څخه راغلي دي.د معلوماتو له مخې د نوموړو دوو ښوونځيو له جوړونې او بشپړتيا وروسته به هلته د منل شويو زده کوونکيو شمېر ٢١ زرو ته ورسيږي.

د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې چارواکی وانګ جيان پينګ وويل زمونږ حکومت د دغو دوو ښوونځيو د جوړولو لپاره شپږ سوه مليون يوانه لګولی چې موخه يی په دغه سيمه کې ماشومانو ته د عادلانه پوهنيز فرصت برابرول او د نمونې جوړول دی.

د چين د کمونسټ ګوند د ١٧ می دورې کانګرس د راپور له مخی پوهنه د دولتی سمسورتيا لپاره يو بنسټ دی او په پوهنيزو چارو کې د ماشومانو له خوا د عادلانه حقونو تر لاسه کول د ټولنيز عدالت لپاره يوه مهمه زمينه برابروي.پوهنه له ټولو کورنيو سره تړاو لري چې ماشومان يی ترې ګټه واخلي.

د نينګ شيا د پوهنې ادارې مشر چای ګوو اينګ چې همدا اوس يی خپل ماموريت پای ته رسولی،وويل که مونږ غواړو چې په بېلا بېلو ځايونو کې پوهنيزې چارې برابر پرمختګ کړی او ماشومان په پوهنيزو چارو کې عادلانه حقونه تر لاسه کړي، نو بايد په دغه سيمه کې د پاتی شويو ماشومانو د پوهنيزې سويې د لوړوالي لپاره کوشش وکړو.

د معلوماتو له مخې د نينګ شيا حکومت د پوهنيزو چارو د پرمختګ لپاره يو مليارډ او ٧ سوه مليون يوانه لګولی او په بی وزلو سيمو کې يی ښوونځيو ته ګڼ شمېر کتابونه او تجهيزات برابر کړي دي.