<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-27 20:41:14    
د پامير له لوړې څخه راغلې ښځينه استازې مليامتی

cri

د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس په دوه زره او نهه سوه او اوه اتيا تنو استازيو کې د مليامتی کور يعنی د شينجيانګ د اويغوری قوم خپلواکې سيمې د کزلسو د قرغز قوم لويه ولسوالی او بېجينګ تر منځ واټن ډېر اوږد دی چې پنځه زره کيلومترو ته رسيږی.

مليامتی په ملي ولسي کانګرس کې د قرغز قوم يوازنۍ استازې ده. دغه قوم په چين کې له هغو لسو قومونو څخه يو دی چې پر اسلام عقيده لري. د قرغز قوم نفوس يو سل او شپېته زره تنو ته رسيږي او زياتره يې د پامير په لوړه کې اوسيږی. د چين د اړوند قانون له مخې، دغه قوم بايد د ملي ولسي کانګرس يو استازی ولري چې اوه دېرش کلنې مليامتی په نيکمرغۍ سره دغه غړيتوب تر لاسه کړی دی.

سره له دې چې هغه ځوانه ده، خو يوه تجربه لرونکی استازې هم ده. په ٢٠٠٣ کال کې دوه دېرش کلنه مليامتی د لسمې دورې ملي ولسي کانګرس د استازې په توګه وټاکل شوه. په هغه وخت مليامتی د قرغز قوم په کليوالو سيمو کې يوه بنسټيزه چارواکې وه. د ٢٠٠٦ کال د مارچ په اتمه نېټه چې د ښځو نړيواله ورځ وه، د لسمې دورې ملي ولسي کانګرس د څلورمې کلنۍ غونډې بهير روان و. په همدې ورځ د چين صدراعظم ون جيا باو د شينجيانګ د استازيو له پلاوی سره خبرې اترې وکړې.

د لسو استازيو له وينا کولو وروسته صدراعظم ون جيا باو مليامتی ته بلنه ورکړه چې خپله وينا وکړي. د دغې پېښې د يادونې پر وخت مليامتی وويل

صدراعظم ون جيا باو ته مې يو وړانديز وکړ چې په ليری او ګوښه ځايونو کې بزګران او مالداران بايد د ښارونو او علاقه داريو د اوسيدونکو په شان د ژوند بنسټيز صمانت ولري. صدراعظم ون جيا باو زما وړانديز ومانه او د دوهم کال د حکومتی کارونو په راپور کې څرګنده شوه چې د هېواد په ټولو کليوالو سيمو کې بايدد وګړيو د ژوند بنسټيز ضمانت نظام پلی شي.

په دې توګه د مليامتي ټاټوبی په چين کې لومړی کلی دی چې د بزګرانو او مالدارانو د ژوند بنسټيز ضمانت نظام پکې پلی شوی دی. اوس دغه نظام د هېواد منځنيو او لوېديځو سيمو ته پراخ شوی او په نژدی راتلونکي کې به د ټول هېواد په چوکاټ کې پلی شي.

له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری مليامتی د ملي ولسي کانګرس په غونډو کې پنځوس وړانديزونه وکړل او د حکومت اړوندو ارګانونو له جدی څېړنې وروسته هغې ته ځوابونه ورکړل. په دغو وړانديزونو کې اووه وړانديزونه په مستقيمه توګه د صدراعظم ون جيا باو په شمول دولتی چارواکيو ته شوي چې څلور يې پلی شوي دي. سږ کال مليامتی يو ځل بيا د يوولسمی دورې ملي ولسي کانګرس د استازې په توګه وټاکل شوه. (اواز)

په سږنۍ غونډه کې مليامتی د يو ملي لږکي د يوې ښځينه چارواکې په توګه وړانديز وکړ چې حکومت د ملي لږکيو د چارواکيو په تيره بيا د ښځينه چارواکيو روزنې ته په درنه سترګه وګوري. هغې وويل

زما په ټاټوبي کې زما په شان چارواکی په تيره بيا ښځينه چارواکی لږ دي. هيله لرم چې هېواد د ملي لږکيو چارواکيو ته د علمي تکنولوژۍ روزنه ورکړي. دوی به د بزګرانو او مالدارانو په مشرۍ په خپلو لاسو زيار وباسي او د ښه ژوند د جوړولو لپاره به کوششونه وکړي.

د مرکې په پای کې مليامتی زمونږ خبريال ته وويل هغه به په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپلې دندې تر سره کولو، د هېواد او خپل قوم د پرمختګ لپاره هڅې وکړي. هغې وويل

زه به د وګړيو په توليد او ژوند کې ستونزې او مسئلې د هېواد لوړو چارواکيو ته وړاندی کړم چې د دوی پاملرنه د دغو ستونزو او مسئلو حل ته واړول شي. زه ډېره خوشحالی يم چې له دې لارې وګړيو ته خدمتونه کوم.