<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-27 20:45:47    
د بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبو په سټېديومونو کې د تکنولوژۍ زيات پرمختللي ډولونه ليدل کېږي

cri

ګرانو او محترمو اورېدونکو، د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. اوس د مرغانو ځالې په نامه له ملې سپورتي ډګر پرته د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبو ډېر سټېديمونه او جمنازيمونه بشپړ شوي دي. د خبر له مخې، د دغو سپورتي تاسيساتو د ابادۍ په ترڅ کې د انرژۍ سپما او امنيت ساتلو لپاره د پرمختللي علمي تکنلوژۍ زيات شمېر ډولونه کارول شوي دي. د بېجينګ او اولمپيک په ننني پروګرام کې به تاسو اورېدونکو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

د اولمپيک سپورتي لوبو په ټولو سټېديمونو کې عمومي سپورتي ډګر تر ټولو زياته پاملرنه راجلبوي چې د پرانيستلو او پای مراسم په کې تر سره کېږي. په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د عمومي سپورتي ډګر يعنی ملی سپورتي ډګر سور نژدی درې سوه او څلويښتو مترو، لوړوالی يې اته شپېته مترو او عمومي وزن يې دوه څلويښت زره ټنو ته رسېدلی دی. د يو داسي دروند سپورتي ډګر دننه هېڅ ستنه نه شته او د دغې ودانۍ ساختماني جوړښت په پوره توګه د شبکې په څېر له فولادي تختو څخه جوړېږي. نو له دې امله د ودانۍ جوړوونکيو د پروژې په ترڅ کې د q460e ډول کلک او غوره فولادي توکي کارولي دي چې د چين له خوا په خپله څېړل او توليد شوي او په منځنۍ توګه پر هر يو مربع ملي متر شپږ

څلويښت کيلوګرامه وزن منلای شي. د ملي سپورتي ډګر پروژې مسؤل او د بېجينګ د ښاري ابادۍ ډلې د عمومي انجنير مرستيال ښاغلي لي جيو لين وويل

تر اوسه پورې زما له خوا کارول شوي فولادي توکي په سلو کې سل له اړوندو معيارونو سره برابر دي.

هغه سټېديم چې د بېجينګ په صنعتي پوهنتون کې پروت دی، د بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبو د بدمينتون او هنري جمناستيک سيالۍ به په کې ترسره شي. بام يې د بدمينتون توپ ته ورته دی او ساختمانی بڼه يې ډېره ښکلې او سټېديم ته د رڼا ننوتلو لپاره مناسبه ده. د دغه سټېديم طرحه کوونکي او د بېجينګ د ابادۍ او پروژې څېړنيز انستيتيوټ عمومي انجنير ډاکتر چين جې خبريال ته په دې اړه معلومات ورکړل او و يې ويل

د دغه سټېديم بام يو پوړيز دی او په ظاهره ډېر سپک ښکاري.

د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د بېلا بېلو سټېديمونو او جمنازيمونو د ابادۍ په ترڅ کې نه يوازی د پرمختللي تکنولوژۍ زيات ډولونه کارول شوي، بلکې د چاپېريال ساتلو او انرژۍ سپما ته هم ډېر پام شوی دی. د بېلګې په توګه ، هغه ډول ښيښه يي ديوال چې د چين له خوا په خپله جوړ شوی او لمري انرژي جلبولای شي، د زياتو سټېديومونو او جمنازيمونو دباندی کارول شوی دی. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د امنيت کارپوهانو کمېټې غړي ښاغلي ما شين وويل

که په يوه داسي ودانۍ کې چې پراخوالی يې لس زره مربع مترو ته رسېږي، د لمري انرژۍ په کارولو سره زر کيلوواټه بريښنا توليدېږي، نو د هوا کنترول سيستم په شمول په دغه ودانۍ کې د انرژۍ ټولې اړتياوې پوره کېدای شي.

د پاکې انرژۍ پر کارولو سر بېره د بېجينګ اولپميک لوبو په ټولو سټېديمونو او جمازيمونو کې د ښکلا لپاره د اړتيا ټولې اوبه بيا پاکې شوې اوبه او د باران اوبه دي. دغه راز د بېجينګ ښاروالۍ په زياتې پانګې سره په شاوخوا سيمو کې د ککړو اوبو د بيا پاکولو لپاره فابريکې جوړې کړې دي.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، د روان کال په اپريل کې به د اولمپيک لوبو ټول سټېديمونه او ډګرونه په کار ولوېږي. پرمختللې تکنولوژي به د ازموينې په راتلونکيو سياليو او اولمپيک سپورتي لوبو کې زموږ لپاره يو لا امنيتي او اغېزمن چاپېريال برابر کړي.

ګرانو اورېدونکو، د بېجينګ او اولمپيک پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. که تاسو کله هم فرصت ومومئ چې بېجينګ ته سفر وکړئ، نو له ياده مه باسئ چې د بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبو له سټېديومو او جمنازيمونو څخه ليدنه کتنه وکړئ. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېرې چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ!