د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان پوليسو د مارچ په دېرشمه نېټه خبر ورکړ چې د روانې مياشتې په نهه ويشتمه نېټه د دغه هېواد ملي پوځ په زابل ولايت کې اته تنه وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه نور يې نيولي دي.
د ځايي پوليسو په وينا، د نهه ويشتمې نېټې له غرمې وروسته وسله والو طالبانو د زابل ولايت مرکز کلات په شاوخوا سيمه کې پر يو لوژيستکي کاروان پټ بريد وکړ چې د دغه هېواد د ملي پوځ او ائتلافي ځواکونو له خوا يې په ګډه ساتندويې کېدله. د دواړو خواوو په جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د ملي پوځ او ائتلافي ځواکونو ترمنځ هېڅ مرګ او ژوبله نه ده رامنځته شوې.