د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان په نوې کابينه کې څليرويشت تنه وزيرانو د مارچ په يودېرشمه نېټه په پلازمېنه اسلام أباد کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لوړه وکړه.
د پاکستان ولسشمر پرويز مشرف د لوړې مراسمو مشري وکړه او د دغه هېواد نوي صدر اعظم يوسف رضا ګيلاني هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود. د يادو شويو څليرويشتو وزيرانو ترمنځ يوولس تنه د خلکو ګوند غړي دی، نهه تنه يې له مسلم ليګ نواز ډلې څخه راغلي، درې تنه يې د نورو ګوندونو غړي او يو تن يې ناګوندي شخصيت دی.