<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-01 17:29:48    
د اولمپيک لوبو سپېڅلي ډيوه بېجينګ ته ورسيده

cri

د مارچ په دېرشمه نېټه چين ته د بېجينګ د اولمپيک لوبو د سپيڅلې ډيوې د سپارلو مراسم د يونان په پلازمېنه اتن کې تر سره شول. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتې کمېټې مشر ليو چي د يونان د اولمپيک کمېټې له مشر کلياکو څخه د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو د سپيڅلی ډيوې مشال تر لاسه کړ.

د مارچ په دېرشمه نېټه د تودو چک چکو په بدرګه د يونان مشهوره لوبغاړې پجی دوڅ د شيانګ يون په نامه د بېجينګ د اولمپيک لوبو له مشال سره د يونان سپورتی ډګر ته ورسيده او په سپورتی ډګر کې يې د سپيڅلي اور په کاسه کې اور بل کړ. له دې څخه څرګندېږی چې د يوې اوونۍ لپاره په يونان کې د اولمپيک لوبو د سپيڅلې ډيوې د ليږدولو فعاليت پای ته ورسيد او سپيڅلی ډيوه به د اولمپيک لوبو کوربه هېواد چين ته وسپارل شي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې مشر ليو چي په مشرۍ پلاوی د مارچ په نهه ويشتمه نېټه د يوې ځانګړې الوتکې له لارې اتن ته ورسيد او د سپيڅلې ډيوې تر لاسه کولو لپاره يې تياريانی ونيولې.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو سپيڅلی ډيوه د مارچ په څلورويشتمه نېټه د يونان په اولمپيا کې بله شوه او د يوې اوونۍ لپاره د يونان په بېلا بېلو برخو کې ليږدول شوه. د يونان د اولمپيک کمېټې مشر کلياکو زموږ خبريال ته وويل سپيڅلی ډيوه نه يوازې له يو شمېر لويو ښارونو تېره شوې، بلکی ليری او ګوښه کليو ته هم رسيدلی ده. له هر ځای څخه چې سپيڅلې ډيوې تېرېده، يونانيانو يې تود هر کلی کاوه. هغه وويل

يونان په صادقانه احساساتو سپېڅلی ډېوه چين ته وسپارله. زه هيله لرم چې له دې وروسته به سپيڅلی ډيوه د سولې، دوستۍ او همکارۍ روحيه ټولې نړۍ ته خپره کړي.

په راتلونکی اګست کې به بېجينګ د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبې کوربه وي. ښاغلي ليو چي د چين حکومت او د بېجينګ اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کمېټې په استازيتوب نړۍ ته بلنه ور کړه او و يې ويل 

موږ د زړه له کومی د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د يونان په شمول د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو دوستانو د ګډون هر کلی کوو. موږ غواړو د يونانيانو په شمول د ټولې نړۍ له خلکو سره يو ځای د اولمپيک روحيه خپره کړو.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال د مارچ په يودېرشمه نېټه د اولمپيک مشال په نامه د يوې ځانګړې الوتکې له لارې د چين د پلازمېنې هوايی ډګر ته ورسيد. د همدې ورځې په سهار د دغه مشال د هر کلي او د مشال د ليږدولو فعاليت پرانيستونکی مراسم د تيان ان من په ډګر کې تر سره شول. د چين مشرانو هو جين تاو، شي جين پينګ او د اولمپيک نړيوالې کمېټې چارواکيو، د يونان د اولمپيک کمېټې چارواکيو، په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو او شپږ زره تنه وګړيو په دغو درنو مراسمو کې ګډون وکړ.

د چين د دولت رئيس هو جين تاو اعلان وکړ

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدولو فعاليت پيل کېږی!

له دغې ورځې څخه به د اولمپيک لوبو مشال ليږدونه چې د اولمپيک لوبو له سرچينې اولمپيا څخه راغلی، په نړۍ کې د يو سل او دېرش ورځو لپاره دوام وکړي. د مشال ليږدول د هوسا سفر تر سرليک لاندی دی او د هيلې ليږدولو شعار لري. د شيانګ يون په نامه مشال به له پنځو لويو وچو تېر شي او واټن به يې يو سل او اووه دېرش زره کيلو مترو ته ورسيږی. د مشال ليږدولو په ترڅ کې به د مشال اوچتوونکيو لوبغاړو شمېر يوويشت زره تنو ته ورسيږی او نور پنځه زره تنه به ور سره ملګری وي. دا به د اولمپيک لوبو په تاريخ کې د مشال ليږدولو يو هغه فعاليت وي چې وخت يې ډېر اوږد او د ګډون کوونکيو شمېر يې ډېر زيات دی.