د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند ناوتي سارنا د اپريل په درېيمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د هند د بهرنيو چارو وزير پراناب موکرجي د پاکستان د بهرنيو چارو له نوی وزير شيخ محمود قريشي سره د اپريل د دوهمې نېټې په شپه ټليفوني خبرې وکړې. دواړو وزيرانو هيله څرګنده کړه چې د هند او پاکستان تر منځ سوله ايزې خبرې اترې په نژدی وخت کې بيا پيل شي.
سارنا وويل موکرجي د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه د ټاکل کېدو او د پاکستان په پارلماني ټولټاکنو کې د خلکو ګوند د برياليتوب په اړه چې ښاغلي قريشي ور سره تړاو لري، مبارکې وويله. دواړه وزيران په نژدی وخت کې د هراړخيزو خبرو اترو په چوکاټ کې د سوله ايز ديالوګ د بيا پيل په اړه موافقې ته ورسېدل.