په وروستيو ورځو کې د چين د کلتور وزارت له خوا د هېواد په کچه د نامادی کلتوري ميراثونو پروژی وارثانو ته د تصديق ليک ورکولو ستر مراسم تر سره شول . په هغه وخت کې د چين کلتور وزارت او د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنی مرکز له خوا په بېجينګ کې يوه ځانګړی ننداره هم وړاندې شوه . د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې نندارې ځيني ځلاندې برخې وړاندی کړو .
( سندره ١ )
ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د چين د شان شي ولايت په شمالي سيمه کې يوه مشهوره سندره واورېده چې له امله يې د هېواد د نامادی کلتوري ميراثونو د وارثانو د سندرو او نڅاوو ځانګړی ننداره پيل شوه . اوس به موږ په ګډه د ګلانو په اړه يوه خوندوره سندره واورو چې د وانګ شيانګ ژونګ او وانګ شياو يی له خوا ويل شوی ده .
( سندره ٢ )
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د هو بی ولايت د تو جيا قوم يوه غرنۍ سندره واورو .
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!