<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-07 19:25:55    
د ټولنيز ضمانت په اړه د چين او اروپايی ټولنې تر منځ د همکارۍ پروګرام د چين په ګان سو ولايت کې روان دی

cri

اوس د وګړيو ژوند ضمانت د چين په ټولنيز پرمختګ کې يو مهم ټکی دی. په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د درملنې او بوډاتوب په شمول د ټولنيز ضمانت نظام د بشپړتيا لپاره کوششونه د پيل کړی دی. له نړيوالې ټولنې سره په همکارۍ کې د نورو هېوادونو د تجربو زده کړه يو اغيزمنه لار ده. د معلوماتو له مخې، د چين په شمال لوېديځ ګان سو ولايت کې د ټولنيز ضمانت په اړه د چين او اروپايی ټولنې تر منځ د همکارۍ پروګرام روان دی او په دغه سيمه کې يو شمېر وګړيو له دغه پروګرام څخه ګټه اخيستی ده.

د چين او اروپايی ټولنې مشرانو په ٢٠٠٤ کال کې په هالنډ کې د دغه پروګرام په اړه پرېکړه شوی چې موخه يې د اروپايی ټولنې په تجربو او تخنيکونو د ټولنيز ضمانت د پراختيا او د بوډاتوب، درملنې او بی کارۍ بيمو د ادارې سويې د لوړتيا لپاره له چين سره مرسته کول دي. د دغه پروګرام له مخې، له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠کال پوری چين او اروپايی ټولنه بايد د پروګرام د ملاتړ لپاره په جلا جلا توګه شل مليونه يورو ولګوي.

ګان سو ولايت د چين په شمال لوېديځ کې يوازينۍ ازمويښتي سيمه ده. د ګان سو ولايت د ټولنيز ضمانت چارو د ادارې مشر ليو چنګ وويل دوی د دغه پروګرام په پلی کولو سره په ښارونو او علاقه داريو کې د څو مليون کارکوونکيو د بنسټيزې درملنې د بيمې نظام پلی کوی. هغه وويل اروپايی ټولنې دوی ته د درملنې لګښت د

کنترول يو شمېر اغېزمنې لارې چارې برابرې کړې چې د درملنې بيمې په برخه کې د لګښت د سرعت زياتوالي مخنيوی وشي.

ګان سو ولايت يو وروسته پاتی ولايت دی چې د درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی. په همدې وخت کې په دغه سيمه کې ډېرې زړې صنعتي تصدۍ موجودې دي چې له مخې يې د بې کارۍ انډول زيات شوی دی، نو د دغو کسانو د بوډاتوب مسئله هم د ځايی حکومت يوه لويه ستونزه ده. د چين او اروپايی ټولنې لخوا دغه پروګرام لومړی د ګان سو ولايت په مرکز لان جو ښار کې پلی شو، د لان جو ښار د ټولنيز ضمانت چارو مسئول تان ينګ جيانګ وويل د پروګرام د غوښتنو له مخې، د لان جو ښار د ټولنيز ضمانت نوی مرکز به ښاريانو ته مستقيمې ګټې ورسوي. هغه وويل د دغه مرکز له بشپړېدو وروسته به موږ د اروپايی تولنې د تخنيکونو په ملاتړ ډول ډول بيمې راغونډې کړو او په کار به يې واچوو. نو په دې توګه به زموږ د کارونو موثريت لوړ شي او په بيمو کې ګډون کوونکيو تصديو او کارکوونکيو ته به نور ښه خدمتونه برابر شي.

پر لان جو ښار سربيره تيان شوی او بای ين ښارونه د دغه پروګرام دوه نور ازمويښتی ښارونه دي. ځکه چې په دغو دوو ښارونو کې ډېر کارکوونکي شته چې له نورو سيمو څخه راغلي، نو ګان سو ولايت پلان لري چې د کار په مهال ټپي کېدو په برخه کې د اروپايی ټولنې د تجربو زده کړه وکړي او د کارونو په بهير کې ټپي شويو کارکوونکيو ته د درملنې خدمتی سيستم برابر کړي.

د يوې شمېرنې له مخې، تر اوسه د ګان سو ولايت د شپږ مليون وګړيو ترمنځ د بوډاتوب، درملنې او بی کارۍ په دريو بيمو کې د ګډون کوونکيو شمېر په جلا جلا توګه دوه مليون،څلور مليون او دری لکه او يو مليون او شپږ لکه تنو ته رسيدلی دی.