د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د نيمروز ولايت والي غلام دستګير ازاد د اپريل په دوولسمه نېټه وويل په دغه ولايت کې د سړک جوړولو يو هندی شرکت د همدې ورځې په سهار له يوې ځانمرګې چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يې دوه تنه هندي انجينيران ووژل او شپږ تنه نور ټپيان شول.
نوموړي وويل چې د همدې ورځې په سهار اتو بجو يو ځانمرګی بريد کوونکي د سړک جوړولو ځای ته ننوت او له خپل ځان سره چاودېدونکي توکي يې وچول.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم د دغه خبر پخلی وکړ. تر اوسه پورې هېچا يا سازمان د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.