د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان چارواکيو د اپريل په دوولسمه نېټه وويل د دغه هېواد ملي پوځ او د نورو هېوادونو ائتلافی ځواکونو د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه په زابل ولايت کې د وسله والو طالبانو په موخه عملياتو کې لږ تر لږه څليرويشت وسله وال طالبان ووژل او اته تنه نور يې ټپيان کړل.
د زابل ولايت چارواکيو څرګنده کړه د افغانستان ملي پوځ او د نورو هېوادونو ائتلافی ځواکونو د دغه ولايت د مرکز کلات په شاوخوا سيمه کې له وسله والو طالبانو سره سخته جګړه وکړه او پر شکمنو ځايونو يې هوايي بريد وکړ. په دغه جګړه کې د افغانستان ملي پوځ او د نورو هېوادونو ائتلافي ځواکونو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.