
ګرانو اورېدونکو ، چونګ چينګ ښار د چين مرکزی حکومت تر مستقيمې اداری لاندی دی چې د يانګځه او جيا لينګ سيندونو ترمنځ پروت دی او په واقعی توګه يو ټاپووزمه ده . يوو جونګ د چونګ چينګ ښار مرکزي سيمه ده ، دلته زيات شمېر لوړې ودانۍ ولاړې دي چې د ښار د اقتصاد چټک پرمختګ له امله وګړي په کې نېکمرغه ژوند کوي .
عامو وګړيو ، بيکارانو او معيوبو ماشومانو ټولو په يوو جونګ سيمه کې خپل مناسب ژوند لټولی دی . که تاسې په دغه سيمه کې يوازی يوه ورځ هم پاتی شئ ، نو د دغې سيمې له وګړيو سره د زړه سواندۍ له امله به مينه په خپلو سترګو وګورئ .
هره ورځ سهار په اته نيمو بجو د دا شي ګو استوګنې سيمې د طبی خدمتي مرکز د ډاکترانو او د نرسانو کارونه پيل کېږي . ډاکتره ليو لو شيا له يو زاړه سړي څخه دده د ناروغيو په اړه پوښتنه کوي ، ليو لو شيا د يوې ډاګترې په توګه هر وخت له اوسيدونکو سره مخامخ کېږی ، نو هغه په دی ښه پوهيږي چې اوسيدونکيو د استوګنې سيمې له طبي خدمتونو څخه زياتې ګټې تر لاسه کړي دي . هغه وايی :
دغه مرکز د استوګنې سيمې شاوخوا اوسيدونکو ته خدمتونه برابروي چې د وګړيو پيسی او وخت سپمېږي او له څو ځله تماس وروسته يې اړيکي نورې هم نژدې شوې دي .
مېرمن چن شياو لان او ددی کورنۍ ډېر بېوزلی دی او دغه راز هغه يوه معيوبه هم ده ، هر ځل چې د درملنی لپاره د استوګنې سيمې طبي مرکز ته ځي ، نو د يوو جونګ سيمې
د ښار طبي مرستې کارت له ځان سره وړي . له ٢٠٠٥ کال څخه د يوو جونګ سيمې حکومت هر کال هر بېوزلي وګړي ته د پنځه سوه يوان
و په اندازه د درملونو مرسته ورکړې چې په دغه کارت کې پوره کېږي .
مېرمن چن شياو لان وويل :
د درملو بيه په رښتيا هم د نورو خلکو په پرتله يو پر درېيمه برخه ټيټه ده او ډاکتران هم ډېر ښه دي چې د معيوبينو درملنې لپاره پوره حوصله لري .
د چن شياو لان په وينا د استوګنې سيمې د طبي مرکز ډاکتران په ټاکلی موده کې د اوسيدونکو کورونو ته ځي چې د ناروغيو لپاره د روغتيا ليکونه جوړ کړی او دوی ته د روغتيا ساتنې يو لړ معلومات ورکړي .
د غرمې په يوولس بجو د دوه پنځوس کلن جانګ جنګ ده د سندرو ويلوپه تمرين پيل وکړ . جانګ جنګ ده د استوګنې سيمې د استازی په توګه د دغې سيمې په ننداره کې ګډون درلود ،خو په ١٩٩٨ کال کې د کاليو جوړولو له يو شرکت څخه اضافه بست شو، نو له هغه وروسته يې بايد د ژوند لپاره په بېلا بېلو ځايونو کې لنډ مهالي کارونه کړی وی . تېر کال د استوګنې سيمې د يو کارکوونکی له خوا د جانګ جنګ ده حالاتو په اړه د پلټنې وروسته په دغه سيمه کې نوموړی ته د امنيت ساتنې يو کاري فرصت برابر کړ .
د استوګنې سيمې کارکوونکو له ما سره مرسته وکړه، اوس زه ډېر خوشحاله يم چې هر کال د شپږ سوه او پنځوس يوانو په ارزښت معاش لرم .
تر غرمې وروسته په څلورو بجو د چونګ چينګ ښار د کڼو او ګونګيانو ښوونځی زده کوونکو ورځنۍ زده کړې ختمېږي . د يوو جونګ سيمې حکومت د مرستو له امله د دغه ښوونځی تاسيسات زيات شوې دي ، مشره وانګ يی وايی :
د بېلګی په توګه ، زموږ اداري پانګه د عمومی ښوونځي دوه نيم برابره ده . روان کال د استوګنې سيمې د معيوبينو ټولنې د ږغ ازمينې مرکز جوړولو لپاره ٣ سوه زره يوانه لګولي دي .
د دغو تدبيرونو له مخې ، د يوو جونګ سيمې د خلکو د ژوند لپاره ښه چاپيريال برابر شوی دی . دلته خلک اوسنيو حالاتو ته په درنه سترګه ګوری او د راتلونکی ښه ژوند لپاره هڅې کوي .