<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-14 20:25:46    
چين د اقليمي بدلون د مخنيوی لپاره ريښتينی کوششونه کړي دي

cri

د اقليمی بدلون په اړه د م م خبرې اترې څو ورځې مخکې د تايلند په بانکوک کې پرانيستل شوې. دغه خبرې اترې تېر کال په دسمبر کې د اقليمی بدلون په اړه د م م په غونډه کې د بالی ټاپو تګ لارې له تصويبېدو وروسته لومړی اړوندې خبرې اترې دي.

په دغو خبرو اترو کې د چين د پلاوی غړي او د چين د خلکو پوهنتون د چاپېريال پوهنځی مرستيال ځو جي زموږ خبريال ته د اقليمی بدلون د مخنيوی لپاره د چين کوششونه راوپېژندل. هغه وويل په دغه برخه کې د چين کوششونه د ليدو وړ دی. تېر کال د چين حکومت د اقليمی بدلون د مخنيوي دولتي لايحه خپره کړه. دا يو لوی تدبير دی. دغه لايحه د ډېرو کلونو د څېړنې، د پراخو وړانديزونو راغونډولو او د نړيوالو تجربو د زده کړې له لارې ټاکل شوې او د هېواد پر اقتصاد، انرژۍ او چاپېريال ژوره اغېزه لري.

د دغې لايحې له مخې بايد چين تر ٢٠١٠ کال پوری يو شمېر ټاکلو موخو ته ورسيږی هغه دا چې د کورنيو توليداتو په واحد ارزښت کې د انرژۍ لګښت د ٢٠٠٥کال په پرتله په سلو کی شل کم شي، د دواملرونکی انرژۍ کارولو برخه د انرژۍ لګښت د اندازې په سلو کې لسو ته لوړه شي او د ځنګلونو خپرونې اندازه شل سلنې ته ورسيږی.

ښاغلي ځو جي وويل چين د چاپېريال تګلارو په پلی کولو کې جدی معيارونه ټاکلی چې د انرژۍ سپمولو او د شنوخونو ګازونو د ايستلو اندازې په کمښت کې يې ستر رول لوبولی دی. هغه وويل د يو پرمختيايی هېواد په توګه د اقليمی بدلون

په برخه کې د چين کوششونه ريښتنی دي او واقعی برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. دی وايی که څه هم چين اوس د پيسو پړسوب له ستونزې سره مخامخ دی او حکومتی لګښت بايد وسپموي، خو چين په نورو ساحو کې لګښت کم کړی او د انرژۍ سپمولو او د شنو خونو ګازونو د ايستلو اندازې د کمښت او چاپېريال ساتنې په برخه کې يې لګښت نه يوازی کم شوی نه دی بلکی د نور هم زياتيږی. له دې څخه څرګندېږی چې چين په دې برخه کې په جدی او ريښتينی توګه تدبيرونه نيسی. زما په اند د چين تدبيرونه د اروپايی هېوادونو، امريکا او جاپان په شمول د پرمختللو هېوادونو په پرتله کم نه دي.

ښاغلي ځو جی په همدې وخت کې دې ته اشاره وکړه چې چين د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. لومړی ستونزه دا ده چې د چاپېريال ساتنې په اړه د وګړيو نظريه لوړه نه ده، که په دغه برخه کې د عامو وګړيو نظريه لوړه شي، نو ډېرې تګلارې به په حقيقی توګه پلی شي او خنډونه به هم ډېر کم شي.

پر دې سربيره، چين د چاپېريال مسئلو په حل و فصل کې د تکنولوژۍ او پانګو په برخو کې هم ستونزې لري. هغه وويل موږ هيله لرو چې پرمختللی هېوادونه موږ ته تکنولوژي را کړي، خو دا اسانه نه ده. ښاغلي ځو جي وويل د اقليمی بدلون د مخنيوي په برخه کې د چين له ستونزو څخه څرګندېږی چې چين يو پرمختيايی هېواد دی. دغه ستونزې به د چين په پرمختګ سره ګام په ګام لري شي.