په چين کې د ټرانسپورټ او ټرافيکو سيستم ډېر منظم دی . سړکونه يې پراخ ، هوايي پلونه يې ډېر او په مناسبو ځايونو کې جوړ دي . په شانګهای او بېجينګ دواړه ښارونو کې څلور پوړيز سړکونه هم شته چې ټول د هوايي پلونو له لارې له يو بل سره نښتي دي . د پليو لپاره ځانګړې لار ، د بايسکلونو لپاره ځانګړی لار ، د لويو موټرونو لپاره ځانګړې کرښې او کوچنيو موټرونو لپاره ځانګړې کرښې پر سړک په نښه شوي دي . په ترافيکي اشارو کې د هر يو لپاره جلا شنه ، ژيړ او سره څراغونه شته .
سهار لس بجې د شانګهای ښار په مرکز کې د ورېښمو لارې هوټل ته ورسېدو . سپوږمۍ د چين نړيوالې راډيو د بهرنيو اړيکو له مسوولې سره په ټليښون خبرې وکړې او په هوټل کې يې د کوټو د نومرو پوښتنه ترې وکړه او بيا نو د هوټل شپاړلسم پوړ ته وختلو ، چې هلته د بهرنيو اړيکيو د مسوولې مېرمن – يو خوي اينګ – خونه وه . موږ ته يې هر کلی ووايه . د کوټې کيلۍ يعنې د وره خلاصولو کارټ يې راکړ او راته يې وويل : تر يوولسو بجو پورې ارام وکړه ، بيا به ١١ بجې د هوټل په لابي ( د لانديني پوړ په غټ دهليز ) کې سره ګورو . له همغه ځايه به ټول يو ځای د باندې وځو . تر غرمنۍ وروسته به لومړی يو ان بڼ ګورو . ورپسې يې زياته کړه : ستا کوټه په اوولسم پوړ کې ده . مننه مې ترې وکړه او د لېفټ له لارې اوولسم پوړ ته وختلم .
يوولس بجې چې لاندې لابي ته راکوز شوم لکه چې لږ ځنډېدلی وم . له نورو هېوادونو څخه راغلي ټول ملګري لا دمخه بس ته ختلي وو، نو زه هم نېغ بس ته وختلم او بيا مې له هر يوه سره جلا جلا روغبړ وکړ او له واره مې ځان ورپېژانده ، حفيظ الله ستاسې ملګری له افغانستان څخه له څېرو يې څرګندېده چې روغبړ او د افغانستان ټکې پرې خوږ لګېده .
لوی بس و چې په افغانستان کې ٣٠٣ يا په بله وينا ملي بس ته ورته ګاډی و ، چې دغه ډول ګاډي په خپله په چين کې جوړېږي . يوه ځوانه نجلۍ د بس له دروازې سره د څوکيو تر منځ د کرښې په سر کې ولاړه وه . مايکروفون يې په لاس کې و ، په چيني ژبه يې د اوسني سفر په اړه معلومات راکول او د چين نړيوالې راډيو د بېلا بېلو څانګو کارکوونکيو به تر خپل څنګ ناست کس ته ژباړل چې له بېلا بېلو هېوادونو راغلي وو .