د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان چارواکيو د اپريل په اتلسمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې په دغه هېواد کې د ناتو امنيت ساتې نړيوالو ځواکونو يو کاروان د همدې ورځې په سهار لسو بجو د دغه هېواد په جنوب اروزګان ولايت کې د سړک غاړې ماين له يوې چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يې دوه تنه هالندی سرتېري ووژل او دوه تنه نور ټپيان شول.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي له پېښې وروسته اعلان وکړ چې د ده ډله د دغې چاودنې پړه پر غاړه اخلي.