<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-21 19:29:03    
چين د غلودانو امنيت ضمانت لري

cri

په وروستيو ورځو کې په نړيوال بازار کې د غلودانو بيې د لوړتيا په حال کی دي، نو د غلودانو امنيت د بېلا بېلو خواوو پاملرنه راجلبوي. د چين د غلودانو کارپوه لي نينګ هوی زموږ راډيو له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل په وروستيو کلونو کې د چين د غلودانو توليدی اندازه په پر له پسی توګه زياتېږی او د غلودانو زېرمتون هم د زياتېدو په حال کی دی. نو ځکه چين پخپله د يو مليارډ او دری سوه مليون وګړيو د خوراک مسئله حل کولای شي او د چين د غلودانو امنيت ضمانت لري.

کارپوه لي مينګ هوی وويل د غلو دانو بيې لوړتيا دوه لاملونه لري. لومړی په نړۍ کې د غلودانو په عمده توليدی هېوادونو کې د ناوړه اقليم له امله د غلودانو توليدی اندازه کمه شوې ده. دوهم، د غلودانو په ډېرو توليدی هېوادونو کې کرنيزې ځمکې د سون نباتاتو د کرنې لپاره استعماليږی، نو د دوی د غلودانو توليدی اندازه هم کمه شوې ده.

د ځينو بهرنيانو په اند، په نړيوال بازار کې د غلودانو بيې د لوړتيا لامل د چين لخوا د ډېرو غلو دانو واردول دي. ښاغلي لي نينګ هوی په دې اړه وويل دغه وينا واقعی نه ده. له ډېرو کلونو راهيسی د چين لخوا پخپله د غلودانو غوښتنې د پوره کولو اندازه په سلو کې پنځه نوی برخه نيسی. پر دې سربيره چين د شولو صادرونکی هېواد دی. د يوې شمېرنې له مخې، تېر کال چين نهه مليون او اته سوه زره ټنه حبوبات صادر کړی او يوازی يو مليون او پنځه سوه او پنځوس زره ټنه حبوبات يې وارد کړي دي.

ښاغلي لي نينګ هوی وويل د توليدی تکنولوژۍ په پرمختګ سره د چين د غلو دانو توليدی اندازه د لوړتيا په حال کی ده. غلو دانو ته د اړتياوو زياتوالی د عمومی توليدي اندازې د زياتوالی په پرتله ډېر نه دی، نو په چين کې د غلودانو برابرول او اړتيا په عمومی توګه برابره ده.

د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠٤ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری د چين د غلودانو توليدی اندازه د پر له پسی زياتوالي په حال کی وه. تېر کال د چين د غلودانو توليدی اندازه له پنځه سوه مليارډ کيلو ګرامو څخه اوښتی وه. په همدی وخت کې د چين د غلودانو زېرمتون د نړۍ د منځنۍ سويې دوه برابره دی. نو د ښاغلي لي نينګ هوی په اند، سره له دې چې د روان کال په سر کې د چين په يو شمېر جنوبي سيمو کې د واورو او بارانونو د اورښت ناورينونه رامنځته شوي، خو دا به د چين د غلودانو پر سږنی توليدی اندازې لويه منفی اغېزه و نه کړي.

که څه هم په نړيوال بازار کې د غلودانو بيې لوړتيا پر چين محدوده اغېزه لري، خو د چين حکومت دغې مسئلې ته هم ډېره پاملرنه کوی. چين د غلودانو د توليد هڅولو لپاره يو لړ تدبيرونه او تګلارې ټاکلي دي. سږ کال د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو په برخه کې د چين د مرکزي حکومت بوديجه پنځه سوه او شپېته مليارډ يوانو ته رسيږی چې د تېر کال په پرتله يو سل او دېرش مليارډ يوانه زياته ده.

د چين صدراعظم ون جيا باو هم څو ورځې مخکې د هه بی ولايت د کرنې د څارنې په ترڅ کې وويل چين به په راتلونکی کې له کرنې څخه خپل ملاتړ پياوړی کړي چې له مخې به يې بزګران هرو مرو د غلودانو له توليد څخه ګټه واخلي.