<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-23 20:52:57    
د نان جين ښار د بهرنيو ژبو منځني ښوونځي زده کوونکې يی فې فې د يو مليون او څلور سوه زره يوانو په ارزښت د امريکا هاروارد پوهنتون سکالرشپ تر لاسه کړ

cri

څو ورځې مخکې، د چين د جيانګ سو ولايت نان جين ښار د بهرنيو ژبو منځني ښوونځي زده کوونکې يی فې فې د امريکا د هاروارد پوهنتون له خوا ومنل شوه او د يو مليون او څلور سوه زره يوانو په ارزښت يې د دغه پوهنتون تر ټولو زيات سکالرشپ تر لاسه کړ. دغه راز نوموړې د امريکا د نورو زياتو مشهورو پوهنتونو له خوا هم منل شوې ده. يی فې فې په ٢٠٠٥کال کې د يوې مخکښې زده کوونکې په توګه د نان جين ښار د بهرنيو ژبو په منځني ښوونځي کېزده کړې پيل کړی او وروسته يې د نيم کال لپاره د امريکا په سانت لويس پوهنتون که زده کړه وکړه. د دې د ښوونکي مېرمن جو ګه په وينا، يی فې فې يوه ډېره غوره زده کوونکې ده، د بېلګې په توګه دې د توفل په ازموينه کې چې بشپړه نتيجه يې يو سل او شل ده، يو سل او څوارلس درجې ګټلی دی او له دې جملې څخه د لوستلو او ليکلو په برخه کې يې پوره نتيجه تر لاسه کړې ده. د امريکا په پوهنتونونو کې د شاملېدو په ازموينه کې يې هم

پوره درجې ګټلې دي. ښوونکي جو ګه خبريال ته وويل چې يی فې فې په چيني ادبياتو، رياضياتو او انګليزي ژبه کې لوی لاس لري. که دا روان کال د چين په پوهنتونونو کې د شاملېدو په ازموينه کې ګډون کوي، نو ښايی په جيانګ سو ولايت کې تر ټولو لوړه نتيجه تر لاسه کړي.

برسېره پر دې، يی فې فې د امريکا په هاروارد پوهنتون کې د شاملېدو په يوه مرکه کې هم برياليتوب تر لاسه کړ. نوموړې خبريال ته وويل يو چينايی زده کوونکې چې اوس د هاروارد پوهنتون په ماستري دوره کې زده کړه کوي، له ما سره مرکه وکړه. دوی يو له بل سره په انګليزي ژبې د خپلو ذوقي کارونو په شمول د زياتو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې. يی فې فې د دغو خبرو اترو په ترڅ کې چې يو ساعت يې دوام درلود، د نان جين ښار بهرنيو ژبو منځني ښوونځي او په امريکا کې د خپلې زده کړې په اړه زيات معلومات ورکړل.

روان کال په ټوله نړۍ کې د زده کړې په اړه ټول اووه ويشت زره او څلور سوه او دوه شپېته تنه زده کوونکيو د امريکا هاروارد پوهنتون ته خپل غوښتن ليکونه وړاندې کړي چې دغه شمېر په تاريخ کې يو نوی ريکارډ جوړ کړی دی. خو د دوی ترمنځ يوازی په سلو کې اووه اعشاريه يو برخه د دغه پوهنتون له خوا منل شوي دي. د تېر مارچ له يودېرشمې نېټې مخکې يو زر او نهه سوه او اته څلويښت تنه زده کوونکيو د هاروارد پوهنتون بلن ليکونه تر لاسه کړل، چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله کم شوی دی.