د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونيکو نيکې هيلې اوسلامونه ،خوښ يم چې يو ځل بيا ددغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم .هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره مله پاتې شئ،درنو اورېدونکيو په ننني پروګرام کې به د يوې اوکرايني ښوونکې چې اليکساندرا کواليوا نوميږي په اړه چې دلته په چين کې کار او ژوند کوي لږ څه معلومات درکړم ،
اليکساندرا کواليوا د روسيي ژبې يوه ښوونکې ده چې له اوکراين څخه چين ته راغلی ده. په تېرو شپاړسو کلونو کې يې په چين کې د روسيی ژبې د ښوونکې په توګه کار کړی او هغه لوړه جايزه يې تر لاسه کړه چې بهرنيو کارپوهانو ته د چين د حکومت له خوا ورکول کېږي.
د تېرې پيړۍ د نهمی لسيزې په پيل کې کواليوا چې په هغه وخت کې دری څلويښت کلنه وه، د روسيې ژبې د ښوونې کارپوهې په توګه د پخوانی شوروی اتحاد د لوړوزده کړو وزارت له خوا د چين د شي ان ښار يو ښوونځی ته وروليږل شوه. مېرمن کواليوا چين ته د رارسيدو پر مهال د نورو بهرنيانو په شان د خوراکونو او ژبې له پلوه له يو شمير ستونزو سره مخامخ کېده،هغې په دې هکله وويل کله چې چين ته راغلم نو د خوراک پر مهال مې ځانګړي لرګې يا کوايزی نه شو استعمالولی او د خوراک عادتونه مو هم بيل و، دغه راز چينی ژبه مې هم نه وه زده، نو په ژوند کې له زياتو ستونزو سره مخامخ وم. خو زما چينی ملګرو راسره ډيره مرسته راسره وکړه.
لږه موده وروسته مېرمن کواليوا له هغې لويې ستونزې سره مخامخ شوه چې د ١٩٩١ کال په پايه کې پخوانی شوروی اتحاد ړنګ شو. مېرمن کواليوا د پخوانی شوروی اتحاد له خوا چين ته لېږل شوی کارپوهې په توګه له دوو ټاکنو سره مخامخ وه. يو دا چې په چين کې د ښوونې کارونو ته دوام ورکړي، بله دا چې بيرته خپل وطن ته ستنه شي.کواليوا بالاخره پرېکړه وکړه چې په چين کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي. :
هغه وايي زه يوه خوشبينه ښځه يم. زما په اند، هر تن په ژوند کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ کېدای شی. خو باور لرم چې هره ستونزه حتماُ د حل لار لري .اصلي او مهمه خبره دا ده چې زه په چين کې له کارونو سره مينه لرم.
کواليوا په شي ان کې خپل ميړه وپيژانده چې يو يانګ نومېږي. يو يانګ د شي ان د بهرنيو ژبو په پوهنتون کې يو پروفيسر دی. کله چې کواليوا له سختو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ کېده، ميړه يې ور سره ډېره مرسته کوله. مېرمن کواليوا وايي
زه له خپل ميړه څخه ډېره مننه کوم. ځکه چې له ډېرو ستونزو سره د مخامخ کېدو پر مهال يې زما سره ملګرتيا کړې او مرستې يې راسره کړي دي. دا نه يوازی يو ډول ريښتنې ملاتړ، بلکې روحياتی او معنوی مرسته هم ده. که هغه مرسته نه وای راسره کړې، ښايې چې زه له چين څخه تللی وای.
د خپل خاوند او دوستانو تر مرستې لاندې، مېرمن کواليوا ګام په ګام په چين کې د ژوند عادتونه زده کړل. په شي ان کې د ښوونې کارونو له پای وروسته، کواليوا د شانګ های او تيان جينګ د اړوندو خواوو په بلنه په دغو دوو ښارونو کې هم کار کوي. په ٢٠٠٢ کال کې د دې خاوند له سپارښتنې سره سم، کواليوا په شينجيانګ پوهنتون کې د روسيې ژبې په ښوونې پيل وکړ چې لاتر اوسه هم په دې کار بوخته ده.
د کواليوا د درس ورکولو په وخت کې په ټولګي کې کله ناکله د خندا غږ پور ته کېږي چې دا د ښوونکيو او زده کوونکو تر منځ د نظريود تبادلې يوه ښه لار ده. په تېرو څو کلونو کې له روسيې او د منځني اسيا له بېلا بېلو هېوادونو سره د شينجيانګ سوداګريز تګ راتګ ډېر زيات و. نو لا زيات وګړي د روسيې ژبې په زده کړې لګيا دي. خو په شينجيانګ کې د روسيې ژبې ښوونکو اړتياوې نشي پوره کولای. کواليوا په شينجيانګ کې د روسيې ژبې د ښوونيزې کچې د لوړوالي او د غوره ښوونکو د روزنې لپاره ډېر کوښښ کړې دی. دغه راز دې په دولتي کچه يې د روسيي ژبې د درسي کتابونو د تاليف لپاره خپله ونډه په غاړه درلوده او په چين کې ېې د روسيې ژبې د ښوونې سويې د لوړوالی لپاره هم خپل خدمتونه تر سره کړی دی. په ٢٠٠٦ کال کې د چين حکومت کواليوا ته د دوستۍ جايزه ورکړه چې د چين د حکومت له خوا د بهرنيو کارپوهانو لپاره ډېره لوړه جايزه ګڼل کېږي. اوس کواليوا په شينجيانګ کې د ښوونې په چارو کې يوازنی بهرنۍ کارپوهه ده چې دغه جايزه يې تر لاسه کړې ده.
د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونکيو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد ،د بل پروګرام تر رارسېدو پورې مو په مهربانه خدای سپارم .پاک رب مو مل شه .