د چاپېريال ساتنې په موخه د ساختماني چارو په اړه څلورم نړيوال نندارتون تېره مياشت په بېجينګ کې تر سره شو. د چين د کور جوړولو او ښارونو او کليو ابادولو مرستيال چيو باو شينګ په دغه نندارتون کې وويل په وروستيو کلونو کې د چاپيريال ساتنې په موخه په ساختماني چارو کې له نړيوالې ټولنې سره د چين همکاري او تبادله د پراختيا په حال کی ده چې د چين د دغو ساختماني چارو په پرمختګ کې يې فعال رول لوبولی دی.
د چاپېريال ساتنې په موخه ساختمان يعنی وګړيو ته د کار او ژوند روغتيايی او سالمې زمينې برابرولو تر څنګ د ودانيو د طرحه کولو، جوړولو او کارولو په بهير کې انرژي سپموي او پر چاپېريال لږ منفی اغېزه لري. چين په وروستيو کلونو کې د غه شان ساختمان د دودونې لپاره ډېر تدبيرونه نيولي دي. د بېلګې په توګه د چاپېريال ساتنې معيار يې ټاکلی او د چاپېريال ساتنې تکنولوژۍ او توليداتو د څېړنې ملاتړ يې کړی دی.
خو په چين کې د دغو ځانګړيو ساختمانی چارو د پرمختګ وخت لنډ دی او اړونده تکنولوژي يې ورو پاتې ده چې له امله په چين کې د دغو چارو پرمختګ له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. نو چين د نورو هېوادونو د پرمختللې تکنولوژۍ او تجربو د زده کړې او په دغه برخه کې د نړيوالې همکارۍ او تبادلې د پياوړتيا لپاره له ٢٠٠٥ کال راهيسی هر کال د چاپېريال ساتنې په موخه د ساختمانی چارو په اړه يو نړيوال نندارتون تر سره کوی.
ښاغلي چيو باو شينګ خبريال ته وويل په دغه نړيوال نندراتون کې د چاپېريال ساتنې بېلا بېلې موخې او پرمختللی تکنولوژۍ، لارې چارې او تګلارې ليدل کېږی.
د معلوماتو له مخې، د دغه نوی ډول ساختمانی چارو ته د بېلا بېلو محافلو لخوا په درنه سترګې کتلو سره کورنيو او بهرنيو اړوندو ارګانونو او تصديو دغه نندارتون ته ډېره پاملرنه کړې ده. د بريتانيا، فرانسې، المان، امريکا، سينګاپور او هند په شمول هېوادونو پلاويو په دغه غونډه کې ګډون درلود.
د امريکا د هنيويل اوتوماشين او کنترول شرکت هم په دغه نندراتون کې ګډون وکړ. په چين کې د دغه شرکت د يوې څانګې مسئول شو که جيی وويل دغه شرکت د چين د چاپېريال ساتنې ساختماني چارو ته ډېره پاملرنه کوی. د ده په اند، په چين کی د چاپېريال ساتنې ساختمانی چارو پرمختګ ښه راتلونکی لري.
ښاغلي شو که جيی وويل د چاپېريال ساتنې ودانيو د دودونې په برخه کې د چين تدبيرونه پياوړی دي. اوس چين د دغه چارو د ملاتړ تګلارې لري، خو لارې چارې يې بشپړ نه دي. د ښوونې لارو چارو له خپرېدو وروسته به په چين کې د چاپېريال ساختمانۍ بازار ګړندی پرمختګ ومومي.