د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د دېلي تليګراف ورځپاڼې د اپريل په نهه ويشتمه نېټه خبر ورکړ د بريتانيا لومړي وزير ګوردن بران د ناتو په عنوان يو پټ پيغام کې څرګنده کړې چې ناتو په افغانستان کې د سرتېريو او اړوندو مهماتو د کمښت له امله په رکود کې ډوب دی.
د خبر له مخې، لومړي وزير ګوردن بران په افغانستان کې د زياتو دندو پر غاړه اخيستلو په اړه د فرانسې او المان قانع هڅونه کړې ده.
نوموړي په خپله پيغام کې زياته کړه افغانستان لا هم د لږ تر لږه دريو کندکونو، زياتو چورلکو، جنګي الوتکو او روزونکيو ته اړتيا لري.