د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا ولسمشر جورج بوش د اپريل په نهه ويشتمه نېټه وويل که څه هم په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پاتی شوني لا تر اوسه هم په پر له پسی توګه بريدونه کوي، خو د دغه هېواد د بيا رغونې په چارو کې د امريکا کوششونو ښه پرمختګ کړی دی.
څو ورځې مخکې د افغانستان په کابل کې د دغه هېواد د مشرانو په وړاندی د وسله والو طالبانو بريدونو په هکله جورج بوش وويل وسله وال طالبان سخت دريځه دښمنان دي. هغه وويل د دغو دښمنانو پر ضد مبارزه زيارونو ته اړتيا لري، خو پر دې يې ټينګار وکړ چې د افغانستان اوسني حالات د طالبانو د واکمنۍ وخت په پرتله ښه دی او پرمختګ يې کړی دی.