د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چک پوځ لوی درستيز ولادمير پيسيک د اپريل په دېرشمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په افغانستان کې د چک ځواکونو يو پوځی موټر د سړک پر غاړه له يو بمی بريد سره مخامخ شو چې په ترڅ کې يې يو تن چکی سرتيری ووژل او څلور تنه نور ټپيان شول.
د معلوماتو له مخې، دا په افغانستان کې د چک درېيم وژل شوی سرتيری دی.
د چک د استازيو جرګې په همدې ورځ يو پلان تصويب کړ چې له مخې به يې افغانستان د دغه هېواد ځانګړی پوځ سل تنه سرتيری وليږي.