<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-05 16:23:08    
د بېجينګ او شانګهای تر منځ د ګړندۍ اوسپنيزې لارې جوړونه پيل شوه

cri

د بېجينګ او شانګهای تر منځ د ګړندۍ اوسپنيزې لارې جوړونه په تېر اپريل مياشت کې پيل شوه. دغه ګړندی اوسپنيزه لار چې چين يې پخپله جوړوی، په نړۍ کې تر ټولو اوږده ده او هم لوړ معيار لري. د پلان له مخې به دغه اوسپنيزه لاره له پنځو کلونو وروسته بشپړه شي. په هغه وخت کې به هر کال د بېجينګ او شانګهای تر منځ د سپرلۍ ليږدولو شمېر يو سل او شپېته مليون تنو ته ورسيږي او د ليږلو وخت به يې د اوسنی وخت له لسو ساعتونو څخه پنځو ساعتونو ته کم شي.

د چين لومړي وزير ون جيا باو په بېجينګ کې د دغې اوسپنيزې لارې د جوړونې د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ. د دغې اوسپنيزې لارې عمومی اوږدوالی ١٣١٨ کيلو مترو ته او عمومی پانګه يې ٢٢٠ مليارډ يوانو ته رسيږی. دغه اوسپنيزه لاره د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسی تر ټولو لويه پروژه ده او د طرحې له مخې به يې سرعت په يو ساعت کې دری سوه او پنځوس کيلو مترو ته ورسيږی.

دغه اوسپنيزه لاره به له بېجينګ څخه د تيان جين ښار، د هه بی، شانګ دونګ، ان هوې، جيانګ سو ولايتونو له لاری شانګهای ښار ته ورسيږی. د دغو اوو ښارونو او ولايتونو نفوس د چين د عمومی نفوس يو پر څلورمه برخه نيسی او کورنی توليدی ارزښت يې د هېواد د جي دي پي يا د عمومی کورني توليدي ارزښت په سلو کې څلويښت برخه نيسی. د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ده جيانګ وويل دغه اوسپنيزه لار د چين په هغه

سيمه کې جوړېږی چې اقتصادي پرمختګ يې ګړندی دی او ډېر پټ توان لري، او هم زيات اهميت لري.

د معلوماتو له مخې، د بېجينګ او شانګهای تر منځ اوسنۍ سل کلنه اوسپنيزه لاره ډېره زړه ده او د مسافرينو د ليږدولو اړتياوې نه شی پوره کولای. د دغې نوې اوسپنيزې لارې له بشپړېدو وروسته به د مالونو او مسافرينو ليږدول سره بېل شي او د دواړو ښارونو تر منځ يو بل ته د سپرلۍ ليږدولو کلنی شمېر اتيا مليون تنو ته ورسيږی او د اوسنۍ اوسپنيزې لارې په کارولو سره به د مالونو ليږدولو کلنی اندازه سل مليون ټنو ته ورسيږی. په دې توګه به د بېجينګ او شانګهای تر منځ د مسافرينو او مالونو د ليږدولو دغه مسئله په بنسټيزه توګه حل شي چې پر اوسنۍ اوسپنيزې لارې باندی بارونه له ټاکلی اندازې څخه اوښتي دي.

په وروستيو کلونو کې چين د ګړندۍ اوسپنيزې لارې په اړه څلور سوه علمی ازموينې تر سره کړی دی، يو لړ ستونزې يې حل کړی او د پرمختللی اوسپنيزې لارې د جوړونې په اړه يې ډېرې تجربې تر لاسه کړې دي. دغه نوی اوسپنيزه لار د چين لخوا پخپله طرحه شوی او ټول تخنيکی تاسيسات يې د چينی تصديو لخوا جوړ شوی دي. د چين د اوسپنيزې لارې وزارت مرستيال لو چون فانګ وويل د بېجينګ او شانګهای تر منځ د دغې نوې اوسپنيزې لارې په غځېدو سره به د چين د ګړندی اوسپنيزې لارې تخنيکي سيستم بشپړ شي.