د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د می په اتمه نېټه وويل پوليسو په همدې ورځ د دغه هېواد په لويديځ د غور په ولايت کې د طالبانو اووه تنه وسله وال کسان ووژل چې د طالبانو لخوا ټاکل شوی د دغه ولايت وايل او د پوليسو اداری مشر هم په کې شامل دی.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل پوليسو په همدې ورځ غرمه د غور ولايت مرکز چخچران ښار ته نژدی په يو کلی کې له طالبانو سره نښتې وکړې چې له دوو ساعتونو وروسته د طالبانو څو تنه لوړ پوړی مشران پکې ووژل شول او پوليسو ته هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.