د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د می په اتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په کابل کې په همدې ورځ ماښام د ځان مرګې موټر بم يوه چاودنه وشوه چې له امله يې پنځه بی ګناه وګړي ټپيان شول.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري وويل د چاودنې هدف تر اوسه معلوم نه دی. د چاودنې د يو ليدونکي په وينا د بم چاودنې په وخت کې له سيمې څخه د نورو هېوادونو د ځواکونو موټرو ته تيريدل.
تر اوسه هيچا يا ډلې د دغې پيښې دنده پر غاړه نه ده اخيستې.