د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چک لومړي وزير ميريک توپولنيک د مې په اتمه نېټه له افغانستان څخه ناڅاپي ليدنه وکړه او په دغه هېواد کې يې د چک ځواکونو څارنه وکړه.
د چک خبري اژانس د خبر له مخې، د توپولنيک د دغې ليدنې موخه په افغانستان کې د چکي سرتيريو احساسات ارامول دي. هغه چکي سرتيريو ته وويل حکومت به دوی ته ډېر پرمختللی وسلې وړاندی کړي او په نژدی وخت کې به زرپوښ موټر ور ته واخلي.