له نولس سوه او يو پنځوسم کال راهيسی په تبت کې څه بدلونونه رامنځته شوي دي؟ او د تبتيانو ژوند په څه ډول ښه شوی دی؟ مونږ به تاسو ته د چين د مليتونو کور پروګرام په نننۍ کړۍ کې د يو لړ شمېرنو له لارې په تېره نيمه پيړۍ کې د تبت د پرمختګ او بدلونونو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.
د ماليې په برخه کې: په نولس سوه او اته اتيايم کال کې تبت د صفر په کچه د ماليې عايدات ثبتول مات کړل او د شلو کلونو له پرله پسی پرمختګ وروسته يې په دوه زره او اووم کال کې د خپلې ماليې عايدات دوه مليارد او دری سوه مليون يوانو ته ورسول.
د طب او روغتيا په برخه کې: په تبت کې د وګړيو منځنی عمر په نولس سوه او نهه پنځوسم کال کې له شپږ دېرشو کالو څخه نن ورځ اووه شپېته کالو ته لوړ شوی دی. اوس تبت د روغتيا يو زر او دری سوه ارګانونه او نهه زره او سل طبي کارکوونکي لري. په تبت کې ټول بزګران او مالداران د وړيا درملرنې پر بنسټ د طبي همکارۍ په سيستم کې شامل شوي دي.
د نفوس او ټولنيز ضمانت په ساحو کې: له نولس سوه او يو پنځوسم کال مخکې په دوه سوه کلونو کې د تبت نفوس په اوږده موده کې د يو مليون په شاو خوا کې و او عامو وګړيو له هيڅ ټولنيز ضمانت څخه ګټې نه وې اخيستلې. د يوې تازه شمېرنې له مخې، د دوه زره او اووم کال په پای کې د تبت نفوس دوه مليون او اته سوه او څلويښت زره تنو ته رسېدلی چې د تبتيانو شمېر د عمومی نفوس په سلو کې نوی برخه نيولې ده
په تبت کې لا تر اوسه دری سوه او دېرش زره تنه په بېلا بېلو ټولنيزو بيمو کې شامل شوي او د بزګرانو او مالدارانو په سيمو کې دوه سوه او دېرش زره بې وزلو وګړيو د حکومت له خوا د ژوند له بنسټيز ضمانت څخه ګټې اخيستې دي.
د ښوونې په برخه کې: پخواني تبت هيڅ ښوونځی نه درلودله. اوس د تبت په دری اويا ولسواليو کې د شپږ کلنې اجباري زده کړې نظام په پوره توګه پلی کېږي او د نهه کلنې اجباري زده کړې د پلی کولو انډول هم په سلو کې نوی ته رسېدلی دی.
د ټولنې او ژوند په ساحو کې: له نولس سوه او پنځوسم کال مخکې نوی سلنې تبتيانو خپل کورونه نه درلودل. خو اوس د يو شمېر مالداري سيمو له وګړيو پرته، په تبت کې ټولې کورنۍ خپل دايمی کورونه لري. اووه پنځوس زره بزګرانو او مالدرانو د کورونو برابرولو د هغې پروژې له امله چې په دوه زره او شپږم کال کې پيل شوې، خپلې کورنۍ نوی کورونو ته لېږدولې دي. تېر کال په تبت کې د بزګرانو او مالدارانو عايدات د هر تن پر سر دوه زره او اته سوه يوانو ته رسېدلي او په ښارونو او ښارګيو کې د اوسېدونکو عايدات د هر تن پر سر له يوولس زره يوانو څخه اوښتی و. د دوه زره او شپږم کال د شمېرنې له مخې، په تبت کې هر شل تنو يو کوچينی موټر درلود.
د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په ساحه کې: په پخوانی تبت کې صنايع نه وو او کرنيزو چارو په ورو ورو ډول پرمختګ کاوه. خو تېر کال په تبت کې د صنايعو توليدی ارزښت دوه مليارد او شپږ مليون يوانه زيات شوی چې د وړم کال په پرتله په سلو کې اوه لس زيات شوی و. بر سېره پردی په تبت کې د غلودانو د کرنې پراخوالی يو سل او
دوه اوويا زره هکتارو ته رسېږي. څلور مليون او شل زره سيلانيانو تېر کال تبت ته سفر کړی چې د سيلانۍ له مخې دغې سيمې د څلور مليارد او اته سوه مليون يوانه عايدات تر لاسه کړي دي.
د ترانسپورټ په برخه کې: پخواني تبت هيڅ سړکونه نه درلودل. خو تېر کال په دغه سيمه کې د غځېدلو سړکونو عمومی اوږدوالی نهه څلويښت زره کيلومتره ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله څلور زره کيلومتره زيات شوی دی.د دوه زره او شپږم کال د جولای په مياشت کې د چينګهای او تبت ترمنځ د نړيوالې پاملرنې وړ اوسپنيزه لار پرانيستل شوه چې له مخې يې له بهر سره د تبت د اوسپنيزې لارې د نشتوالۍ تاريخ پای ته ورسېد.
د کلتور په برخه کې: د چين مرکزي حکومت په تبت کې د تاريخي اثارو په ساتنه کې اوه سوه مليون يوانه لګولي او د مذهبي فعاليتونو يو زر او څلور سوه ځايونه يې ترميم او پرانيستلي دي. سږ کال به هم په دوه ويشت ځايونو کې د تاريخي اثارو په ترميمولو کې نور پنځه سوه او اوويا يوانه ولګول شي.