<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-12 19:21:58    
د شانګهای نړيوال نندارتون تياريانې په عادي توګه روانې دي

cri

د مې لومړی نېټه د شانګهای نړيوال نندارتون ته د دوه کلونو د پاتی کېدو له نېټې سره برابره وه. د شانګهای اړوند مسئول وويل اوس د دغه نړيوال نندارتون بېلا بېلې تياريانې په عادي توګه روانې دي.

د معلوماتو له مخې، د شانګهای د نړيوال نندراتون په تياريانو کې د بېلا بېلو هېوادونو او سازمانونو راجلبونه يو مهم ټکی دی. په دغه نندارتون کې د ګډون په اړه د پرمختيايی هېوادونو د هڅونې او د دوی لګښت د کمولو لپاره، د چين حکومت سل مليون امريکايی ډالر پانګه بېله کړې ده. په همدی وخت کې د چين حکومت پرېکړه کړې چې د نړيوال نندارتون په سيمه کې اته ګډې غرفې جوړې شي چې پرمختيايی هېوادونه او نړيوال سازمانونه پکې په ګډه په نندارتون کې ګډون وکړي او د نندارې سويه لوړه کړي. په دغو تدبيرونو سره دغه نړيوال نندارتون ډېر زيات هېوادونه او نړيوال سازمانونه راجلب کړي دي. تر اوسه پوری دوه سوه او پنځه هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په دغه نندارتون کې د خپل ګډون پخلی کړی دی.

ور پسی شانګهای د تياريانو يوې بلې مهمې برخې ته پاملرنه کړې چې په نندارتون کې د ګډون کوونکيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو لپاره خدمتونه برابر کړي.

شانګهای به د دغه نړيوال نندارتون د تر سره کولو لپاره د پنځه اعشاريه اته ويشت کيلو مترو په پرخوالي يوه ځانګړې سيمه جوړ کړي او بېلا بېل ګډون کوونکی به په دغه سيمه کې د خپلې نندارې غرفې او خونې جوړې کړي.

د شانګهای د نړيوال نندارتون د همغږۍ ادارې مرستيال جو يونګ لې وويل اوس د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د نندارې د غرفو طرحه کونې چارې په عادي توګه روانې دي. ټول ګډون کوونکی د طرحه کونې بهير د نندارچيانو لخوا د خپل هېواد د پېژندنې بهير ګڼی. دوی په جدی توګه دا کار تر سره کوی.

د پخوانيو نړيوالو نندارتونونو په پرتله، د ٢٠١٠ کال د شانګهای نړيوال نندارتون دوه نوي پروګرامونه لري چې د ښاري کېدو نندارې يوه سيمه او پر انټرنيټ شبکه نړيوال نندارتون دي. د ښاري نندارې يو ځای به د شانګهای نړيوال نندارتون په سيمه کې جوړ شي. په دغه سيمه کې به د نړۍ د ښاري کېدو په بهير کې د برياليتوبونو د ښودلو لپاره يوه نمونوي ښاري سيمه او څلويښت ځانګړی غرفې جوړې شي. اوس د دغې سيمې جوړونه پيل شوې ده.

پر انټرنيټ شبکه د نړيوال نندارتون موخه دا ده چې په لری سيمو کې ډېر زيات نندارچيان د انټرنيټ شبکې له لارې په دغه نندارتون کې ګډون وکولای شي. اوس پر انټرنيټ شبکه د نړيوال نندارتون عمومی لايحه ټاکل شوې ده.

د شانګهای نړيوال نندارتون د اجرايوی کمېټې مشر يو جنګ شنګ وويل د شانګهای لپاره د دغه نندارتون اهميت نه يوازی د پروژو جوړونه بلکی د هغه نظر خپرونه هم ده چې ښار د وګړيو ژوند ښه ګړای شي. هغه وويل شانګهای به د دغه نړيوال نندارتون په جوړولو سره نندارچيانو ته د ښاري پرمختګ ښې نظريې وړاندی کړي.